د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ او بنو کې په جلا جلا بریدونو کې ۵ پولیس وژل شوي دي


په بنو کې پولیس پر یوه پوسته خلک تالاشي کوي - پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس پر یوه پوسته خلک تالاشي کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کواټ او بنو کې په وسلوالو بريدونو کې پينځه پوليس وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د کواټ د پوليسو مشر فرحان احمد مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۰مه شپې دوه بجې له لاچۍ ټول پلازې سره نېږدې د پولیسو پر امنيتي پوسته ډزې او د لاسي بمونو بريد وکړ چې پکې يې درې سرتېري او يو ولسي وګړی ووژل شو.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر نهمه په بنو کې وسلوالو د پوليو د واکسيني ډلې پر ساتونکو پوليسو بريد وکړ او دوه سرتېري یې ژوبل کړل.

د بنو د پولیسو مشر افتخار شاه رسنيو ته ويلي چې وسلوال د ميريان تاڼې په حدودو کې تر برید وروسته وتښتېدل.

د نوموړي په وينا، وروسته د پوځ او پوليسو د لټون د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره په نښته کې دوه پوليس سرتېري او يو وسلوال ووژل شو.

د کواټ د برید مسوولیت لا چا نه دی منلې خو په بنو کې پر پولیسو د حملې او وروسته په نښته کې د سرتېرو د وژلو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې منلې ده.

البته هغې وسلوالې ډلې د جنورۍ پر۱۰مه وویل چې حمله یې د ګوزڼ په واکسیني بهیر پورې تړاو نه لري بلکې هدف یې پولیس ول.

ټي ټي پي په بیان کې زیاته کړې ده چې له پولیسو سره یې په نښته کې دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ له اتمې د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د پولیو پر وړاندې کیمپېن دوام لري.

د جنورۍ پر اتمه د باجوړ په ماموندو کې د پولیسو پر ګاډي په بمي برید کې پینځه پولیس ووژل او ۲۲ ژوبل شول چې ورڅخه یې دوو پولیسو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

پولیس وايي چې سرتېري په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ د واکسیني کیمپېن پر مهال د امنیت چارو ترسره کولو لپاره روان ول چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو.

ټي ټي پي د پولیسو پر بس د بمي برید ذمه واري منلې وه.

د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو او په تېره په جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده.

د جنورۍ پر اتمه وسلوالو د لکي مروتو د بېټني تحصيل له حسن خېلو څخه ۱۰ مزدوران وتښتول چې وروسته یې یوتن چې ناروغه وو، خوشې کړ. چارواکي وايي چې پاتې نهه لا هم بې درکه دي. د هغې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د سیمې اوسېدونکي وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی.

تېر کال د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پرضد جرګې او مظاهرې وشوې چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا پولیس او د پاکستان پوځ وايي چې د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG