د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: پارلېماني کمېټۍ د میرامشا دوکاندارانو د معاوضې لپاره ۱.۵ اربه روپۍ منظورې کړې دي


د میرامشا بازار د یوې برخې پخوانی انځور.
د میرامشا بازار د یوې برخې پخوانی انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر وايي، یوه پارلېماني کمېټي د ختمېدونکي مالي کال له بودیجې څخه د میرامشا بازار د دوکاندارانو د تاوانونو ورکولو لپاره د پیسو په ورکولو سلا شوې ده.

محسن داوړ د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي او بیا به په دوکاندارانو کې ووېشل شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار دوکاندارانو او مالکانو یو ځل بیا له حکومته غوښتي دي چې د ناامنۍ او عملیاتو پر مهال دې د شویو تاوانونو معاوضې ورکړي.

د هغې سیمې کاروباریانو په تېرو کلونو کې د معاوضو ترلاسه کولو لپاره یوشمېر احتجاجونه، جرګې او غونډې کړې دي.

د میرامشا بازار د سوداګرانو کمېټۍ عمومي منشي (جنرل سېکرټر) امشاد الله مشال راډیو ته وویل، کلونه تېر شول چې حکومت ورسره د تاوان ورکړې ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، حکومت دې ژر اغېزمنو دوکاندارانو ته پیسې ورکړي چې هغوی خپل کاروبارونه پر مخ یوسي.

د میرامشا بازار یو بل دوکاندار عبدالله وايي، د پوځي عملیاتو پر مهال یې پراخ تاوان ګاللی او حکومت دې ورته هغه تاوان ورکړي چې ده خپله لیکلی او تصدیق کړی دی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي. خو د سیمې کاروباریان او چارواکي وايي، د میرلي ټولو دوکاندارانو معاوضې ترلاسه کړې دي خو د میرامشا نیمايي او د دته خېلو ټول دوکانداران او د ځمکې مالکان لا پاتې دي.

محسن داوړ وايي، دی د پارلېمان د سټېرېنګ کمېټۍ په غونډه کې وو چې د یو نیم ارب روپۍ په ورکولو سلا شوه.

د ده په خبره، هغه پیسې به اوس کابینه منظوروي او تر هغې وروسته به یې صوبايي حکومت ته استوي. "هڅه کوو چې دا ټول عمل ژرترژره وشي، او بیا دوکاندارانو ته د خپلو معاوضو وېش وشي."

د میرامشا د بازار د دوکاندارانو کمېټۍ عمومي سېکرټر امشاد الله په وینا، د انتظامیې له ارقامو سره سم، د عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان کې "ټول ۶،۹۶۹ دوکانونه" ړنګ شوي ول خو ګڼ کسان لا هم د معاوضې په انتظار دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک د مې په پای کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په تېرو کلونو کې حکومت ۲،۹۵۰ دوکاندارانو ته د هغوی تاوانونه ورکړي ول خو د پاتې کسانو پیسې لا نه دي ورغلي.

د خټک په خبره، د ټولو کسانو د تاوانونو تفصیل یې اړوندو ادارو ته استولی دی او چې څنګه هغوی پیسې ورکړي، د معاوضو وېش به پیل کړي.

XS
SM
MD
LG