د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خیل ړنګ شوي بازار مالکان وايي که حکومت تاوان ورنکړ احتجاج پیلوي


په شمالي وزیرستان کې دا تاوانونه له هغه وروسته اوښتي وو چې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې هلته د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو.
په شمالي وزیرستان کې دا تاوانونه له هغه وروسته اوښتي وو چې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې هلته د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو.

د شمالي وزیرستان دته خیل بازار د ړنګو شويو دوکانونو مالکان وايي که حکومت تاوان ورنکړي نو په احتجاجونه به پیل کړي.

د دته خېل بازار دوکاندارانو او مالکانو دا خبره د دسمبر پر پنځمه د میرامشا په پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې ده.

دوی ویلي چې د وسله والو خلاف د ضرب عضب پوځي عملیاتو پر مهال یې د کروړونو روپیو نقصان شوی دی او د بې روزګارۍ لوجې د ډیرو مشکلاتو سره مخ دي.

دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د میرعلي او میرامشا بازارونو په څېر دې دوی ته هم د اوښتي زیان معاوضې ورکړل شي.

بلخوا د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر شاهد علي خان بیګا ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د دته خېل بازار په هکله یې صوبايي حکومت ته رپورټ استولی دی.

شاهد علي‌ خان زیاته کړه چې له حکومتي لارښوونو سره سم به د دې بازار سروی وکړي او د معاوضې رپورټ به تیار کړي.

تر دې وړاندې د شمالي وزیرستان د میرانشاه او میرعلي بازار دوکاندارانو هم د دې لپاره په وار وار احتجاجونه کړي چې حکومت دې دوی ته د رسېدلي تاوان پوره ازاله وکړی.

د میرانشاه بازار د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې ړنګ شوی وو. دوکانداران ادعا کوي چې ۲۱ اربه روپۍ يې تاوان کړی دی.

د هم دې عملیاتو له کبله د میرانشاه په‌ څېر د میرعلي بازار هم ړنګ شوی وو. د دې بازار دوکاندارانو هم د خپل تاوان د ازالې لپاره په پېښور او اسلام اباد کې مظاهرې کړې وې.

په شمالي وزیرستان کې دا تاوانونه له هغه وروسته اوښتي وو چې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون میاشت کې هلته د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو.

د دې عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره کړل شوي وو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته تللي وو.

که څه هم حکومت ادعا کوي‌ چې د بیا بحالۍ په برخه کې یې د پام وړ مرستې او کار کړی دی خو د ځايي خلکو تر څنګ د اپوزېشن ګوندونه هم تور پورې کوي چې حکومت یوازې ادعاوې کوي او عملي کار نه کوي.

په ۲۰۱۴م کال کې شروع شوي ضرب عضب پوځي عملیاتو لوجې د لکهونو خلکو بې کوره کېدو ترڅنګ میرعلي، میرامشا او دته خېل بازارونه ړنګ شوي وو چې د نورو دوو بازارونو دوکاندارانو او مالکانو ته معاوضې ورکړل شوي خو د دته خېل بازار لا سروی هم نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG