د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان: شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته لا هم د بحالۍ چارې نه دي بشپړې شوې


دا د میرامشا خالي بازار دی چې په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځي عملیاتو پر مهال ړنګ شوی وو - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان یوشمېر کډوال وايي، د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره یو ځل بیا د اګست له ۱۲مې څخه د بنو په دراني کیمپ کې احتجاجي پرلت وهي.

هغه کډوالو د جولای له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې پورې د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی وو خو د حکومتي چارواکو په وینا، احتجاج یې د صوبې د ټرانسپورټي چارو وزیر شاه محمد وزیر او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د مشر شریف حسین تر ډاډ وروسته پای ته ورساوه.

خو د احتجاجي کډوالو یو مشر ملک غلام خان وايي، احتجاج یې د محرم د ماتمي غونډو له وجې ځنډولی وو.

ده د اګست پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې چارواکو ورسره "هېڅ سنجیده خبرې نه وې" کړې.

د ده په خبره، حکومت دې زرګونه کډوالو ته هغه مالي مرستې ورکړي چې ورباندې یې بندې کړې دي. "هغه ۷،۰۰۰ کورنۍ د بنو په مختلفو برخو او د بکاخېلو په کيمپ کې [مېشتې] دي. زموږ غوښتنه ده چې که حکومت مرستې نه شي راکولی نو موږ دې خپلو سیمو ته ستانه کړي."

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) له ارقامو سره سم، اوسمهال د شمالي وزیرستان څه د پاسه ۲۳،۰۰۰ کورنۍ د پاکستان په بېلابېلو برخو او ۶،۵۰۰ کورنۍ په افغانستان کې پرتې دي چې زیاتره یې مده خېل دي او سیمې یې لا اوسېدو ته تیار نه دي، نو ځکه یې نه دي ستانه کړي.

پي ډي اېم اې څه وايي؟

د هغې ادارې مشر شریف حسین د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې له پرلتوالو سره تر خبرو وروسته په بیان کې ویلي ول چې حکومت د ۹۳ کلیو هغه کډوال خپلو کلیو ته ستنول غوښتل خو هغوی ورسره تر ټاکلې نېټې پورې رابطه و نه کړه نو ځکه یې ورته مالي مرستې درولې دي.

په بیان کې راغلي چې حکومت په رسنیو کې خبرتیاوې خپرې کړې وې او په هغو کډوالو یې غږ کړی وو چې د ستنېدو لپاره دې د ۲۰۲۲ز کال کې د مې له ۱۲مې څخه دې تر ۳۱مې نېټې پورې بکاخېلو کیمپ ته ورشي چې حکومت ورته خوراکي او غیر خوراکي مرستې او د ټرانسپورټي لګښتونو لپاره هر کورنۍ ته ۳۵، ۳۵ زره روپۍ ورکړي.

تر عملیاتو مخکې د میرامشا د بازار یوې څنډې انځور - د ۲۰۱۰ز کال عکس
تر عملیاتو مخکې د میرامشا د بازار یوې څنډې انځور - د ۲۰۱۰ز کال عکس

بیان وايي چې تر ټاکلې نېټې پورې ورسره چې کومو کورنیو رابطه نه وه کړې، هغوی ته یې میاشتنۍ ۲۰، ۲۰ زره روپۍ مرستې بندې کړې.

پي ډي اېم اې زیاته کړې چې هغو کورنیو ته اوس هم هره میاشت پیسې ورکوي چې سیمې یې په بشپړ ډول له وسله والو نه دي پاکې شوې.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات کړي ول چې له وجې یې څه د پاسه یو مېلیون خلک کډوال شول.

د جولای پر ۲۸مه په پېښور کې د شمالي وزیرستان پرلتوالو مشال راډیو ته ویلي ول چې که حکومت یې خپلو کلیو ته ستنوي نو هلته دې ورته د استوګنې بندوبست وکړي ځکه چې کورونه یې په ناامنیو کې ړنګ شوي ول.

کلونه وروسته هم د خلکو اقتصاد خراب دی

د شمالي وزیرستان کډوالو او اوسېدونکو تر دې مخکې هم د خپلو بېلابېلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه یې وهلي دي. د هغې سیمې اوسېدونکو په تېرو وختونو کې د نغدو مرستو درېدو ترڅنګ خپلو کلیو ته د ستنېدو او همداراز، په هغه ضلع کې د امنیت ټینګښت او د بیاودانۍ د ټولو چارو ترڅنګ د ټولو خدماتو او خلکو ته د اوښتو زیانونو پوره کولو غوښتنې کوي.

خبریال رسول داوړ وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې خلک په بیړه له کورونو وتلي ول ځکه چې چارواکو د ورته ویلي ول چې د "د جون تر ۱۷مې" دې کورونه پرېږدي نو له خلکو سره "ګاډي نه ول، په ګېنټو ګېنټو لارې بندې وې. خلکو خپل څاروي په کورونو کې وتړل، اوبه او واښه یې ورته واچول او ډک کورونه یې په دې تمه پرېښوول" چې ژر به ستانه شي، "خو اته کاله وشول، خلک اوس هم بې کوره دي."

د عملیاتو پر مهال نړیوالې ټولنې هم له پاکستان سره مرستې اعلان کړې وې چې د کډوالو اړتیاوې ورباندې پوره کړای شي. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په ۲۰۱۴ز کال کې په یوه رپورټ کې ویلي ول چې امریکا هغه مهال د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره اسلام اباد ته ۳۱ مېلیونه ډالر نغد او د نهو مېلیونو ډالرو غیرخوراکي شیان ورکړي ول. د ورځپاڼې په خبره، متحده عربي اماراتو هم هغه مهال اسلام اباد ته څه د پاسه ۲۰ مېلیونه ډالر ورکړي ول.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې په پړاوونو کې شمالي وزیرستان ته د کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړ چې ورسره سم زیاتره کورنۍ خپلو کلیو، کورونو ته ستنې شوې خو د مدني فعال نظام داوړ په خبره، په ناامنیو او عملیاتو کې اوښتي زیانونه لا هم نه دي پوره شوي.

نوموړي د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، تر عملیاتو مخکې د شمالي وزیرستان د زیاتره اوسېدونکو ژوند پر کرنې او مالدارۍ ولاړ وو چې دواړه په عملیاتو کې متاثر شول.

یو پوځي سرتېری د بنو په نیمه قبایلي سیمه کې له شمالي وزیرستانه د وتونکو خلکو پهره کوي - د ۲۰۱۴ز کال د جون ۲۲مې انځور.
یو پوځي سرتېری د بنو په نیمه قبایلي سیمه کې له شمالي وزیرستانه د وتونکو خلکو پهره کوي - د ۲۰۱۴ز کال د جون ۲۲مې انځور.

دی وايي، تر اوسه په شمالي وزیرستان کې زراعت او مالداري نه ده رغېدلې چې له وجې یې د سیمې خلک له اقتصادي بدحالۍ سره مخامخ دي.

د داوړ په خبره، د عملیاتو او کډوالۍ له وجې "په زراعت کې زموږ دوه برخې ډېرې متاثرې شوې. یو خو زموږ ونې، بوټي [ختمې شوې] او بل زموږ فصلونه تباه شول. د اوبه خور ویالې او نهرونه بند شول، نو زراعت" خپل پخواني حالت ته نه دی ستون شوی. "دویمه برخه د څارویو پالنه وه لکه غوا، مېښې، ګډې، بزې" چې خلکو له لاس ورکړل.

داوړ وايي، د خلکو څاروي په "ضرب عضب عملیاتو کې ووژل شول او چې چا به د کاروبار لپاره څاروي ساتل، د هغوی د خوراک لویه ذریعه په غرونو کې واښه او بوټي ول خو اوس هلته پوځ پروت دی او خلک غرونو ته په ازادۍ نه شي تللی چې له وجې یې دا کاروبار هم تباه شوی."

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي مني چې په شمالي وزیرستان کې د ناامنیو او عملیاتو پر مهال لوی مالي زیانونه اوښتي خو وايي چې هلته یې د بیارغونې او بیاودانۍ چارو ته دوام ورکړی دی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ وايي، حکومت خلکو ته د اوښتو تاوانونو د پوره کولو پروګرام لري چې له معلوماتو سره یې سم په شمالي وزیرستان کې "څه کم ۱۹ لکو کورونو ته مکمل یا جزوي زیان رسېدلی دی."

دی وايي، حکومت تر دې دمه اغېزمنو ته "د څلور اربه (بېلیونه) پینځه کروړه روپیو تاوان ورکړی دی. له هغو خلکو سره [مالي] مرستې د بینک چېکونو له لارې کېږي چې ضلعي انتظامیه یې ورکوي."

داوړ زیاتوي چې په شمالي وزیرستان کې "اوس هم" ودانیو او کورونو ته د اوښتو زیانونو "سروې او خلکو ته د تاوانونو ورکولو لړۍ روانه ده."

پي ډي اېم اې د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۲۹مه په بیان کې ویلي ول چې حکومت تر اوسه کډوالو ته د میاشتنیو مالي مرستو په لړ کې ۳۷ اربه روپۍ، د دوه اربه روپیو خواړه او خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره ټرانسپورټي لګښتونو په لړ کې ټولې اته اربه روپۍ ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG