د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستانونو ړنګو کورونو څښتن لا هم په ټانک او پېښور کې پر پرلت دي


په ټانک کې د یو مسید پرلت
په ټانک کې د یو مسید پرلت

په پېښور کې دشمالي وزيرستان د ړنګو شوو دوکانونو مالکان وایي، له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې د خیبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ مخې ته پر احتجاج ناست دي خو تر اوسه یې حکومتي چارواکي پوښتنې له نه دي ورغلي.

دوی غوښتنه کوي چې په پوځي عملیاتو کې دې د ړنګ کړیو دوکانونو پوره معاوضه ورکړل شي.

د میرام شاه بازار د ایګزیکټیو کمېټۍ مشر سخي رحمان په چارشنبه مشال راډیو ته د خپل احتجاج په اړه وویل، چې له دې ځایه به تر هغو نه پورته کېږي چې خپل حق یې نه وي ګتلی.

نوموړي په خپلو خیرو کې د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور ولګاوه چې له دوی سره له شویو ژمنو او تړونه پر شا شوی دی.

دی زیاتوي دا دی نن یې د پرلت ۲۲مه ورځ ده خو د سرکار هېڅ استازی یې پوښتنې ته نه دی ورغلی.

د یو مسید پرلت د خپلو ړنګو کورونو تاوان اټکلولو لپاره له نوې سره سروې غواړي او د میرامشا بازار پرلتوال بیا د خپلو ړنګو کورونو د تاوان پوره پوره معاوضه غواړي


سخي رحمان په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل، (که د سرکار دا خیال وي چې موږ به ستړي شو او له دې ځایه به ولاړ شو، موږ به هېڅ صورت نه ستړي کېږي. موږ په ډېر سخت حالت کې راوتلي یو. موږ پرون هم د اسمبلۍ مخ ته خېمې لګولې پولیس راغلی زموږ تامبوګان[ټینټونه) یې راڅخه یووړل. اوس موږ دغسې په دغه چوک د اسمبلۍ مخ ته ناست یو.)

بلخوا په ټانک کې د یو مسید په نوم د روان احتجاجي پرلت مشران وايي تر اوسه ورته حکومت د ړنګو شوو کورونو د پوره تاوان ورکولو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

د یو مسید پرلت سمبالونکي حیات پرېغال له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د پرلت یې نن دا دی ۲۵ ورځې کېږي خو د انتظامیې له لوري هېڅ رابطه نه ده شوې. مخکې د صوبايي او وفاقي حکومتونو له لوري د رابطې ویلي شوي ول خو بیا پسې ورک شول.

د نوموړي په خبره: ''چې کوم وطن لوټلی شوی دی، جنګ ځپلی شوی دی، هلته د ابادۍ او کاروبار راوړلو لپاره به په کلونو دلته ناست یو.''

په پېښور کې د شمالي وزیرستان د کاروباریانو احتجاج دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00


د سیمې ضلعي انتظامیه وایي چې په جنوبي وزیرستان کې د ځینو ړنګو شوو کورونو سروې شوې ده، او تاوانونه ورته ورکړل شوي دي، او د نورو لپاره یې هم له حکومت سره خبرې پېل کړي دي.

سرکار د میرامشا بازار ړنګو ودانیو د بیا رغولو پر سر ۱۵ لکه روپۍ معاوضه اعلان کړې ده خو د جایدادونو مالکانو رد کړې ده. دوی وايي چې د تاوان پوره کولو لپاره سرکار د جایدادونو مالکانو ته سړي سر ۴۵ لاکه روپۍ معاوضه ورکولو معاهده کړې وه او اوس له هغې معاهدې پرشا شوی دی. د دوی په وینا ځکه خو یې د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ مخې ته د خپل حق ګټلو لپاره پرلت وهلی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG