د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا کاروباریان وايي حکومت دې یې نه ځوروي او ورته دې د ړنګو دوکانونو پیسې ورکړي


په میرامشا کې یو امنیتي سرتېری له ړنګو دوکانونو سره په پهره ولاړ دی - پخوانی انځور.
په میرامشا کې یو امنیتي سرتېری له ړنګو دوکانونو سره په پهره ولاړ دی - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان د میرامشا د ړنګ بازار دوکاندارانو او د ځمکې مالکانو یو ځل بیا له حکومته غوښتنه کړې چې ورته دې معاوضې ورکړي.

دوی وايي کلونه کلونه یې انتظار وکړ، نو نور دې یې چارواکي نه ځوروي ځکه چې د پیسو نه شتوالي له وجې د ژوند چارې پر مخ نه شي وړلای.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډې کولو ته اړ شوي ول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

د میرامشا بازار د دوکانونو مالکانو او کاروباریانو د مارچ پر اوومه د احتجاج له لارې له حکومته د تاوان غوښتنه وکړه.

د میرامشا بازار د دوکاندارانو د ټولنې مشر ثنا الله مشال راډیو ته وویل، په عملیاتو کې یې تر ۶،۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ شوي ول او وخت په وخت حکومتونه د معاوضو د ورکولو اعلانونه کوي خو پیسې نه ورکوي. "موږ له هر حکومت، پوځي چارواکو او ان له عدالته مرسته غوښتي، هر چا ته مو خپل فریاد کړی دی خو زموږ مسله نه هوارېږي. پېښور های کورټ هم امر کړی چې حکومت دې پر موږ معاوضې ووېشي خو درېغه چې تر اوسه مو معاوضې ترلاسه نه کړې."

ثنا الله وايي تېر حکومت د تېر کال په بودیجه کې د میرامشا بازار د ړنګو دوکانونو د تاوان لپاره یو نیم اربه روپۍ بېلې کړې وې او دا ژمنه یې هم کړې وه چې نورې به بیا وروسته منظورې کړي خو داسې و نه شول. "که زموږ په یو نیم اربه روپیو د پاکستان اقتصادي مشکلات هوارېږي موږ به خپلې پیسې ورته وبخښو، که داسې نه وي نو نور دې موږ نه ځوروي."

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ د ۲۰۲۳ز کال په جون کې مشال راډیو ته ویلي ول چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې وه چې چارواکي به ژر هغه پیسې په دوکاندارانو ووېشي.

شېر ولي خان هم پخوا په میرامشا بازار کې یو دوکان درلود چې ړنګ شوی وو.

ده د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، حکومت ته په کار دي چې په روژه کې، چې د میاشت پر لیدو ښايي د مارچ پر ۱۰مه پیل شي، دې ورته پیسې ورکړي. "داسې ښکاري چې سږنۍ روژه او راتلونکی اختر به مو هم په تنګدستۍ کې تېر شي ځکه چې حکومت ژمنې کوي خو عملي کار نه کوي."

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) منظور اپرېدي د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، څه کم ۳،۰۰۰ دوکاندارانو ته یې د ړنګو دوکانونو معاوضې ورکړې دي او د پاتې هغو ته به یې هم ژر وسپاري.

د میرامشا د بازار دوکاندارانو تر دې مخکې هم د تاوان پیسو ترلاسه کولو لپاره مظاهرې کړې دي.

حکومت د ۲۰۱۴ز کال تر پوځي عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې.

XS
SM
MD
LG