د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا بازار اوسېدونکو د ړنګو کورونو معاوضې لپاره مظاهره کړې ده


پاکستاني پوځیان د ۲۰۱۴ز کال د جولای پر نهممه په میرامشا کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو کورونو خوا کې ګزمه کوي.
پاکستاني پوځیان د ۲۰۱۴ز کال د جولای پر نهممه په میرامشا کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو کورونو خوا کې ګزمه کوي.

د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار اوسېدونکو د مظاهرې له لارې له انتظامیې غوښتي دي چې د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو پر مهال دې ورته د ړنګو شویو کورونو تاوان ورکړي.

د خبریالانو مرکز مخې ته د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه دې د میرامشا بازار د دوکاندارانو په څېر دوی ته هم پیسې ورکړي چې خپل کورونه اباد کړای شي.

دوی وویل چې تر عملیاتو وروسته خپلې سیمې ته ستانه شول خو لا هم په خیمو کې اوسېدو ته مجبور دي. د میرامشا په بازار کې د دوکانونو ترڅنګ کورونه هم ول چې د پوځي عملیاتو پر مهال ړنګ شوي ول.

په احتجاج کې شریک د سیاسي اتحاد غړي او د بازار استوګن خلیل وزیر مشال راډیو ته وویل، حکومت دې له قانون سره سم هغوی ته د ړنګو کورونو معاوضه ورکړي.

هغه زیاته کړه "د بازار دننه ټول کورونه ړنګ شوي، دغه خلک بې کوره دي، معاوضې لا نشته، نن چرته ولاړ شي؟ انتظامیه او پوځي چارواکي دې د دوی پر غوښتنو غور وکړي."

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او کورونو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار په ظفر ټاون کې نېږدې ۳۰۰ او درپه خیل سرای کې لسګونه کورونه ړنګ شوي چې د کورونو مالکانو په وینا، د بازار دوکاندارانو ته معاوضه منظوره شوې خو د کورنو مالکانو ته نه ده منظوره شوې.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. دا راز د روان ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۱۶مه، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي او بیا به په دوکاندارانو کې ووېشل شي.

مظاهرچیانو خبرداری ورکړ، که انتظامیې یې غوښتنه پوره نه کړي او د دوکاندارانو په څېر معاوضې ورته ور نه کړي نو د اګست پر اتمه به په سیمه کې په پراخ احتجاج لاس پورې کړي او مرکزي لارې به وتړي.

په شمالي وزیرستان کې یو انتظامي او یو امنیتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مظاهرچیانو غوښتنه پر ځای ده. د دوی په خبره، حکومت لا ورته پیسې نه دي ورکړې او هر کله یې چې ترلاسه کړي نو د میرامشا بازار د اوسېدونکو معاوضې به ورکړي.

XS
SM
MD
LG