د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عملیاتو کې د ويجاړ شوي ميرامشاه بازار دوکانداران د مالي تاوان غوښتنه کوي


حکومت وايي، په عملیاتو کې ۶،۰۰۰ دوکانونه وران شوي ول ــ پخوانی انځور.
حکومت وايي، په عملیاتو کې ۶،۰۰۰ دوکانونه وران شوي ول ــ پخوانی انځور.

د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نوم د پوځی عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان د میرامشاه د ړنګ شوي بازار دوکانداران او د مارکېټونو مالکان وايي چې مالي تاوان لاهم ورکړل شوی نه دی.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شويو عملیاتو کې د مېرامشاه بازار ويجاړ شوی وو چې بیا د دوکاندارانو تر شاوخوا درې کلنو احتجاجونو وروسته حکومت د رسېدلي تاوان په حساب ځينو ته ۱۶ لکه، ځينو ته اته لکه او ځينو ته د پينځه لکه روپيو ورکولو ژمنه کړې وه.

خو د ميرامشاه بازار د دوکاندارانو کمېټۍ غړی امشادالله د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د مالي تاوان پیسې په ۲۰۱۸ز کال کې ضلعي انتظاميې ته سپارل شوې دي، خو دعوه کوي چې ځايي چارواکي ورته وايي چې فنډ ورسره نشته.

دوکانداران وايي چې د حکومتي جاج له مخې ۶،۰۰۰ دوکانونه وران شوي ول، خو تر اوسه يوازې ۲،۵۰۰ دوکاندارانو ته د تاوان پیسې ورکړل شوي دي.

د کمېټۍ یو بل غړی سخي الرحمان د اپرېل پر ۱۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هرڅه يې وران شوي دي او اوس دومره پیسې هم نه ورکول کېږي چې لږترلږه ورباندې وړوکۍ کاروبار پیل کړي.

هغه زیاته کړه:"نن د هېواد اقتصاد کمزوری دی او ان شتمن خلک هم پر ځان حيران دي، نو د هغو به بیا څه حال وي چې هرڅه يې وران شوي دي؟ حکومت پخپله زموږ د تاوانونو حساب لګولی، مرستې يې جاري کړي، خو بیا هم پیسې نه راکوي. موږ په احتجاجونو او عدالتي مقدمو ستړي شوي یو."

خو د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر ریحان ګل خټک د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د مالي مرستو لپاره چې کومې پیسې ورکړل شوې وې، هغه يې په دوکاندارانو کې وېشلې دي او د ده په خبره، نورې لا جاري شوې نه دي.

د ده په وينا، په دې اړه يې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې روانې دي او چې څنګه پیسې ورکړل شوې، نو دوکاندارانو ته به يې وسپاري.

د ضرب عضب په نوم شويو پوځي عملیاتو پر مهال د ميرلي او دته خېلو بازارونه هم ړنګ کړل شوي ول. حکومت د ميرلي بازار دوکاندارانو ته وار له مخه تاوانونه ورکړي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په جون میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي ول او وروسته یې ادعا کړې وه چې یاده سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. د دې عملیاتو له کبله تر يو مېلیون زیات کسان بېکوره کړل شوي ول.

XS
SM
MD
LG