د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا سوداګر له کلونو راهیسې د ړنګو دوکانونو تاوان په انتظار دي


پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور
پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور

د میرامشا د ړنګ بازار دوکاندارانو او د مارکیټونو مالکانو یو وارې بیا له حکومته غوښتنه کړې ده چې هغوی ته دې معاوضې ورکړي.

دوی د جولای په ۲۶مه په میرامشا پریس کلب کې خبري غونډه درلودله. د هغوی مشرانو وویل، د حکومت د ژمنو او اعلانونو باوجود کلونه موده ووته خو ورته د ړنګو دوکانونو او مارکیټونو د معاوضې پیسې نه دي ور رسېدلې.

د میرامشا د سوداګرو د ټولنې یو غړي انورحسن خبري غونډې ته وویل، د پاکستان مرکزي حکومت د معاوضو پیسې چې یونیم اربه روپۍ جوړېږي، د خیبر پښتونخوا حکومت له ورکړې دي، خو دوی ترې لا هم بې برخې دي:

"پخوا پیسې په اسلام اباد کې ایسارې وې، اوس یې چې صوبايي حکومت ته لېږلې دي نو لا هم انتظار باسو چې دا پیسې به کله میرامشا ته رسېږي؟ په نن او سبا کې پر موږ اته کلونه تېر شول. زموږ حوصله نوره ختمه شوې، کاروبارونه مو په ټپه ولاړ دي. حکومت دې دا معاوضې راکړي کنه نو دا ځل به تر هغې احتجاج او پرلت وکړو چې ترڅو یې چیکونه نه وي راکړې، نه به پاڅېږو."

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

د عملیاتو پر مهال د میرامشا، میرلي او دته خېلو درې لوی بازارونه ړنګ شوي ول. په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې. د دې تر څنګ ځايي وګړو هم په خپل لګښت نوي مارکېټونه جوړ کړل خو د دته خېلو بازار لا هم نه دی رغېدلی.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي. خو د سیمې کاروباریان او چارواکي وايي، د میرلي ټولو دوکاندارانو معاوضې ترلاسه کړې دي خو د میرامشا نیمايي او د دته خېلو ټول دوکانداران او د ځمکې مالکان لا پاتې دي.

روان کال د جون په ۱۶مه، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ مشال راډیو ته ویلي وو چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي او بیا به په دوکاندارانو کې ووېشل شي.

د میرامشا بازار د سوداګرو د ټولنې یو بل غړي احسان الله هم خبري غونډې ته وویل چې هغوی په احتجاجونو، غوښتنو او مظاهرو ستړي شول خو حکومت ورته لا هم پیسې نه ورکوي.

خو د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر ریحان ګل خټک د جولای په ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو وختونو کې حکومت نږدې درو زرو دوکاندارانو ته د هغوی د ړنګو دوکانونو معاوضه ورکړېده او د پاتې هغو پیسې ورته نه دي رسېدلې او چې څنګه ورورسېږي نو هغوی به یې بې له څه ځنډه دوکاندارانو او د مارکيټونو مالکانو ته وروسپاري.

XS
SM
MD
LG