د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو چترال کې پر امنیتي سرتېرو توغندي ورولي او ځواکونو یې پرضد له هېلېکاپټرو بمباري کړې ده


د پاکستان امنیتي ځواکونه په چترال کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان امنیتي ځواکونه په چترال کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د چترال انتظامي مشر وايي چې په هغه سیمه کې وسلوالو پر امنیتي ځواکونو دوه توغندي ویشتلي دي خو پکې زیان نه دی اوښتی.

محمد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو د شنبې (خالي) ورځې د برید په غبرګون کې د چترال په ځینو ځایونو کې پر وسلوالو د هېلېکاپټرو بمباري کړې ده.

نوموړي دا روښانه نه کړه چې ایا په بمبارۍ کې وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې هلته د سېپتمبر پر شپږمه د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې وشوې.

د پاکستان پوځ وايي چې ګڼ وسلوال د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو څخه چترال ته اوښتي ول او هلته یې پر پوستو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

د چترال ډېپټي کمېشنر محمد علي وايي چې ټوله سیمه د حکومت او ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

اخوا د چترال د کیلاش (کالاش) اوسېدونکی نابېک وايي چې حکومتي چارواکي د وسلوالو په شا تمبولو دعوه کوي خو پر هغې سربېره هېلېکاپټرونه ګرځي.

دی وايي د سیمې اوسېدونکي د هېلېکاپټرو د بمبارۍ په اړه اندېښنې لري ځکه چې هغوی له خپلو څارویو سره غرونو ته خېژي.

دی وايي چې ژمی راروان دی نو حکومت دې ژر خپله عملداري بحال کړي ځکه چې که داسې نه کېږي نو د واورې ورېدو له کبله چې لارې بندې شي نو بیا به په سیمه کې د خوړو او د اړتیا نورو شیانو کمښت پیدا شي.

نابېک البته زیاتوي چې بمبورېت ته د تلونکي سړک یوه برخه د سېپټېمبر پر نهمه پرانیستل شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو نګران وزیر جلیل عباس جېلاني ویلي چې په چترال کې د وسلوالو او د پوځ ترمینځ نښته جلا موضوع ده او پکې په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت لاس نه لري.

جېلاني د سېپتمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ترهګرۍ خلاف یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره "مثبتې خبرې" شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سېپټېمبر پر اوومه تر نښتو یوه ورځ وروسته په بیان کې دعوه وکړه چې ۱۲ امنیتي سرتېري یې وژلي دي او ۹۰ یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه وویل چې چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د چترال انتظامي مشر محمد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ټي ټي پي دعوه رد کړه او وايي، هغې وسلوالې ډلې هېڅ امنیتي سرتېری نه دی نیولی.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

کالاش د پېښور شمال ته په چترال کې په درو کلیو مشتمله سيمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري او زياتره اوسېدونکي يې د کالاشۍ عقيدې یا دین منونکي دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي د عقیدې تر څنګ د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري.

د کالاش درې په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG