د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان پوليسو د ټي ټي پي د ۴ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


تحريک طالبان پاکستان په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر پوليسو بريدونه زيات کړي دي ـ پخوانی انځور
تحريک طالبان پاکستان په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر پوليسو بريدونه زيات کړي دي ـ پخوانی انځور

د بلوچستان پوليس ادعا کوي چې د هغې صوبې په پښین ضلع کې يې د عملياتو پر مهال څلور وسلوال وژلي دي.

په کوټه کې د پوليسو ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د ویاند لخوا نن په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي، چې دا عملیات يې تېره شپه (د اګست پر ۲۹مه) په سرخاب سيمه کې د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کیدو وروسته کړي دي.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې غړي ول چې په وينا يې یو پکې د هغوی مهم وسلوال شکرالدین هم دی چې د عمر خالد په نوم پېژندل کېده.

په بیان کې راغلي چې د پېښې له ځایه پولیسو ته درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.

تحریک طالبان پاکستان تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلی او نه هم خپلواکه سرچينو تر دې دمه د دې پېښې تاييد کړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG