د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستانيو سوداګرو په اينځرو د بار ټرک سوځول غندلي دي


د افغانستان او پاکستان ترمينځ مال وړونکي کانټېنرونه ـ پخوانی انځور
د افغانستان او پاکستان ترمينځ مال وړونکي کانټېنرونه ـ پخوانی انځور

د بلوچستان د چمن سوداګرو په لورالايي کې د یو افغان سوداګر د وچې مېوې د کانټینر سوځول کېدو پېښې پر ضد د اګست پر ۲۸مه خبري غونډه کړې او دا پېښه په "سختو ټکو" غندلې ده.

د چمن تجاران وايي، د اګست پر ۲۷مه شپه مهال له افغانستانه په اينځرو بار يو کانټېنر د هند واګې پولې ته پر لاره وو چې په لورالايي کې ناپېژندل شويو وسلوالو ډزې ورباندې وکړې او وروسته يې وسوځاوه.
د کانټېنر مالک شفيق کاکړ پرون (د اګست پر ۲۸مه) مشال راډيو ته وويل، د داسې ظالمانه بريدونو په کولو ځينې قوتونه د سيمې له سوداګرو او خواري کښو د روزګار وسيلې تروړل غواړي.

نوموړی وايي چې پر ګاډ، بريدونه اوس يو معمول جوړ شوی دی. "زما کانټېنر د افغانستان له پولې واهګه بارډر ته روان وو. په دې وطن کې نه ذراعت شته، نه صنعت شته، يوازې او يوازې تجارت او مزدوري راپاتې دي."

د چمن تجارانو د پاکستان له حکومته د دې پېښې د پلټنو او په راتلونکو وختونو کې د دا ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

هغوی د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د لورالايي پېښه يو ترهګر بريد دی، حکومت يې بايد جدي پلټنې وکړي او د هېواد د لويو تجارتي لارو امنيت خوندي کړي.

تجاران وايي، په یاده پېښه کې افغان سوداګر ته د ۱۲ کروړه روپيو تاوان اوښتی دی. دوی وايي، پر کوم سړک چې دا پېښه شوې، هغه د چین او پاکستان ترمينځ د سیپېک راهدارۍ برخه ده نو د هغوی په وينا، پر دومره مهمه لاره حکومت ته پکار دي چې امنیت ټینګ کړي. دوی غوښتنه وکړه چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ دې پخپله د یادې پېښې نوټس واخلي.

دوی زياته کړه چې که داسې ونه شوه نو د احتجاج په توګه به له چمن څخه د پاکستان نورو برخو ته تلونکې لارې وتړي.

تردې مهاله معلومه نه ده چې د یادې پېښې تر شا څوک لاس لري او نه يې هم تر دې دمه چا ذمه واري منلې ده.

اخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وويل چې دا مسله د افغانستان او پاکستان تر مينځ ټرانزیټي اړیکې زیانمنوي.

نوموړي زياته کړه، "دا مسوولیت د پاکستان د دولت دی چې باید د ټرانزیټ د اصولو له مخې د ټرانزیټي اموالو امنیت ونیسي او دا پېښه په جدي شکل تعقیب کړي. موږ ته وعده راکړل شوې، چې دا کار به اینده کې بیا تکرار نه شي. متاسفانه دا واقعه شوې. دا نه یواځې چې یو زیان رسوونکی کار دی، بلکې په اینده کې پر ټرانزیټ او تجارت له پاکستان سره منفي تاثیرات لري."

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دفتر یوه مسوول عبدالله اعظم پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د ۳۰۰،۰۰۰ ډالرو د اينځرو په ارزښت د بار ټرک سوځول کېدو پېښه "په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده".

نوموړي زياته کړې، "پاکستان که چیرې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې ښه نیت ولري نو باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي."

بلخوا د لورالایي مرستيال کمېشنر ظهور بلوڅ د اګست پر ۲۸مه د يادې پېښې په تړاو د مشال راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې د کانټېنر سوځېدل تاييد کړل خو هغه يې د ترهګرۍ پېښه و نه بلله. نوموړي البته زياته کړه چې پلټنې يې روانې دي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د خضدار په تحصیل وټ کې د ځینو ناڅرګندو کسانو لخوا په یوه بله پېښه کې تر ۱۲ زياتو ګاډو پر ټایرونو ډزې کړې وې.

بلخوا د جون پر ۲۶مه، وسلوالو د زیارت په مانګي سیمه کې په سکرو بار ۱۱ ټرکونه سوځولي ول. د هغې پېښې ذمه واري بلوڅ لېبرېشن ارمي نومې وسلوالې ډلې منلې وه.

تر هغې وړاندې د جون پر لومړۍ نېټه هم د هرنايي په چپرفټ سیمه کې وسلوالو د کویلې ۴۲ ټرکونه په نښه کړي او هغوی ته یې زیان رسولی وو. د هغې پېښې ذمه واري‌ بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG