د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی بلوڅ بېلتونپالی قومندان وايي وسلوالو فعالیتونو بلوڅانو ته ګټه نه ده رسولې


په کوټه کې امنیتي سرتېري تر یوې چاودنې وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کوټه کې امنیتي سرتېري تر یوې چاودنې وروسته د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ نیشنل ارمي (بي اېن اې) یو پخوانی قومندان ګلزار امام شمبې ویلي دي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په بلوچستان کې روانو وسلوالو فعالیتونو بلوڅانو ته "هېڅ ګټه نه ده رسولې."

نوموړي د مې پر ۲۳مه په کوټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیا الله لانګو سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې پر وسلوالو ډلو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې له قانوني او اییني لارو د بلوچستان د حقونو لپاره مبارزه وکړي.

شمبې د خپلې ګرفتارۍ یا تسلیمېدو په اړه معلومات ور نه کړل. تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې ایا شمبې د پاکستان له حکومت یا پوځ سره جوړجاړی کړی دی او که نه.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې په اپرېل کې د پاکستان پوځ د نوموړي د ګرفتارۍ خبر ورکړ خو بلوچ نیشنل ارمي لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر اوومه ویلي ول چې شمبې یې د یوې کاروایۍ پر مهال نیولی دی.

پوځ البته دا نه ول ویلي چې هغه یې چېرې او کله نیولی وو.

په بیان کې راغلي ول چې چې ګلزار امام د "بلوچ نیشنل ارمي" په نوم د هغې ناقانونه وسلوالې ډلې بنسټ ایښودونکی او مشر" وو چې د دوو نورو وسلوالو ډلو "بلوچ رېپبلېکن ارمي او یونایېټېد بلوچ ارمي د یو ځای کېدو په نتیجه کې جوړه شوه."

په بیان کې تور پورې شوی وو چې بلوچ نیشنل ارمي پر قانون پلي کوونکو ادارو د بریدونو په ګډون په پاکستان کې د "لسګونو خونړيو حملو مسووليت پر غاړه لري."

هغو بلوڅ بېلتونپالو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې د "بلوچ نیشنلېسټ ارمي" په نوم يوې ډلې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ادعا کړې وه چې ګلزار امام تر "لادرکه کېدو وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه" کې دی.

اخوا د بلوچستان حکومت د امام ګلزار د تسلیمېدو هرکلی کړی دی. د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو خبري غونډې ته وویل چې باید د خبرو له لارې د بلوچستان مسلې هوارې شي.

صوبايي حکومت د هغې خبري غونډې پر مهال سخت امنیتي اقدامات کړي ول.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې له کلونو راهيسې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعاليت کوي او هغوی له پاکستانه پر خپلو وسايلو واک او د صوبې د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

هغه وسلوالې ډلې وخت ناوخته د پاکستان پر امنيتي سرتېرو، دولتي چارواکو او داراز، د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د حملو ذمه وارۍ هم مني.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې تور پورې کوی چې چينايان د پاکستان حکومت په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي نو ځکه ورباندې حملې کوي.

بیجنګ د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلف سيمو کې د اربونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د پاکستان پوځ او نیمه پوځي ځواکونو سرتېري له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په بلوچستان کې ځای پر ځای دي او هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته په تېرو ۷۴ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې پینځه ځلې د رياست پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG