د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مينګل: امن تر هغه وخته نشي راتلای چې د خلکو لادرکه کېده نه وي درېدلي


 اختر مینګل ( له ښي خوا لومړی) په کوټه کې د ورکو خلکو د کورنۍ غړو سره لیدنه کوي. پخوانی انځور.
اختر مینګل ( له ښي خوا لومړی) په کوټه کې د ورکو خلکو د کورنۍ غړو سره لیدنه کوي. پخوانی انځور.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) مشر سردار اختر جان مينګل وايي تر څو چې په پاکستان کې په زور د خلکو لادرکه کېده نه وي درېدلي، تر هغه به بشپړ امن رانشي.

سردار اختر مينګل دا څرګندونې د سيپتمبر پر دويمه، په کوټه کې د خپل پلار او نوموتي سیاسي مبارز سردار عطاالله مينګل د تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې هر حکومت د جبري لادرکيو د مسلې د حل وعده وکړي خو عمل پرې نه کوي. د ده په وینا، پر داسې وعدو د هغه ګوند هم غلط شوی نو ځکه د ځينو حکومتونو اتحادي وو.

اختر مينګل د بلوچستان پر سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د لادرکه خلکو د خوشې کولو لپاره يو موټی شي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. په ورکو کسانو کې د ځینو مړي موندل کېږي.

په پاکستان کې د لادرکو کسانو د موندلو لپاره جوړ کمېشن وايي، د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۵۳۳ نورو کسانو د لادرکه کېدو پېښې ثبت کړي دي.

کمېشن وایي چې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې تر ټولو زیات ۱۴۱ کسان لادرکه شوي دي.

د لاردکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د پاکستان د کورنيو چارو د هغه وخت وزیر رانا ثناالله د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ويلي ول چې جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی او زیاته کړې یې وه چې حکومت یې د دې مسلې حل لپاره د کابینې د یوشمېر وزيرانو په شمول يوه پارلېماني کمېټې هم جوړه کړې ده. خو د شهباز شریف حکومت پای ته تر رسېدو د هغې کمیټۍ د کار یا موندونو په اړه مالومات مخې ته رانغلل چې د ورکو خلکو د مسلې حل لپاره یې څه وکړل یا نه.

وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز سازمان او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په زرګونو کسان رياستي ادارو او پوځ په جبري توګه له اوږدې مودې راهیسې لادرکه کړي دي.

د دوی په وینا، د پاکستان رياستي ادارو هغه کسان عدالت ته له وړاندې کولو پرته په پټو بندیخانو کې ساتلي دي. خو د پاکستان پوځ د خلکو د لادرکه کولو تورونه تل رد کړي دي او وايي چې پوځ د خلکو په ورکولو کې هيڅ لاس نه لري.

د يادونې ده چې د پاکستان اوسني نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ درې مياشتې مخکې په سېنيټ کې د وينا په وخت ويلي وو چې جبري غيبوونې هېڅ مسله نه ده.

هغه زیاته کړه چې د پلوچستان ځيني قام پالي ګوندونه او د لادرکه خلکو لپاره کار کوونکي تنظيم (وایس فار میسينګ بلوچ پرسنز) به زور د لادرکه کسانو شمیر په زرګونو ښيي خو دا په لسګونو هم نه دی.

پوځ هم په زرو د غيب کړل شويو کسانو شمير کم ګڼي او په بېلابېلو وختونو کې یې ويلي چې يو حکومتي کمېشن د دې مسلې د حل لپاره کار کوي. په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوي دغه کمېشن ويلي چې تر اوسه یې تر ۴۰۰۰ زیاتو لادرکه خلکو قضیې حل کړي دي.

XS
SM
MD
LG