د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اوړو مېلونو مالکانو له پنجابه د غنمو پر لېږد د بندیز خلاف کاربندیز کړی


د پنجاب په ملتان کې د غنمو په يو ګودام کې يو کس بوجۍ ځای پر ځای کوي - انځور له ارشيفه
د پنجاب په ملتان کې د غنمو په يو ګودام کې يو کس بوجۍ ځای پر ځای کوي - انځور له ارشيفه

په خیبر پښتونخوا کې د اوړو مېلونو مالکان وایي، له پنجابه هلته د غنمو پر لېږد د بندیز پر ضد هړتال به د مې تر نهمې روان وي.

د مېلونو مالکان وایي، هغه بندیز قانوني نه دی او دې اقدام د هغوی کاروبار اغېزمن کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اوړو مېلونو مالکانو د سازمان صوبایي مشر حاجي اقبال د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د اوړو د زیاتو شویو نرخونو له وجې د خیبر پښتونخوا د اوړو ۵۰ سلنه مېلونه وار له مخه بند شوي او که له پنجابه د غنمو پر لېږد بندیز لیرې نه شي نو پاتې زیاتره مېلونه به هم بند شي چې ورسره به زرګونه خلک بې کاره شي.

هغه زیاته کړه: ''په خیبر پښتونخوا کې د اوړو خواوشا ۳۰۰ مېلونه دی. په پنجاب کې د ۱۰۰ کېلوګرامه غنمو نرخ ۱۰،۰۰۰ روپۍ او دلته [خیبرپښتونخوا] کې ۱۴،۰۰۰ دی. دلته ځکه اوړه ګران دي چې پنجاب پر غنمو غیرقانوني بندیز لګولی دی. دا د پاکستان د ایین د ۱۵۲مې مادې خلاف دی.''

اقبال له حکومته غوښتنه وکړه چې خیبر پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز لېرې کړي. هغه وویل د مې پر اتمه یې دوه ورځنی کاربندیز اعلان کړی دی او د حکومت تر ځواب وروسته به غور کوي چې هړتال نور هم وغځوي او که نه.

د خیبرپښتونخوا د خوراک محکمه وایي، له قانون سره سم، پنجاب صوبه لومړی خپله اړتیا پوره کوي او بیا غنم نورو صوبو ته ورکوي.

د هغې ادارې مرستیال مشر امتیاز خان د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل، له پنجاب او مرکزي حکومت سره یې پر غنمو د بندیز په اړه خبرې روانې دي. ''په دې وخت کې دلته او پنجاب کې [غنم لو روان دی] او حکومت یې [بزګرو] په سرکاري نرخ اخلي، که په رضا وي او که په زور. نو له دې وجې دوه چېک پوسټونه [جوړ شوي] او پاپندیانې لګول شوي دي او د [خیبر پښتونخوا طرف] ته اوړه نه راپریږدي.''

خان زیاته کړه، د غنمو هدف پوره کولو په موخه د پنجاب حکومت بندیز د خیبر پښتونخوا د اوړو مېلونه اغېزمن کړي او د دې ستونزې د هواري هڅه کوي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې زیات غنم پکې کېږي او پنجاب صوبه تر ټولو زیات پیداوار لري. پاکستان د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له بهره هم غنم درامدوي. حاجي اقبال وایي، په خیبر پښتونخوا کې خپل ۸۰۰،۰۰۰ میټرک ټنه غنم پیدا کېږي او پاتې یې له پنجابه هغې صوبې ته ورځي.

د خیبر پښتونخوا د اوړو خرڅوونکي وایي، یو خو په پنجاب کې هم اوړه ګران شوي او بل هغوی د بندیز له وجې په پټه غنم او اوړه خیبر پښتونخوا ته وړي چې له وجې یې د ۲۰ کېلوګرامو اوړو بوجۍ نرخ ۳،۲۰۰ روپیو ته ختلی دی.

له سرکاري شمېرو سره سم، د خیبر پښتونخوا د غنمو کلنۍ اړتیا خواوشا ۵۱ لکه ميټرک ټنه ده. د پاکستان په زیاترو سیمو کې دا مهال غنم لو روان دی او څو ورځې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب کروندګرو ته مبارکي ورکړې وه چې سږ کال هلته د غنمو ښه فصل شوی او دوه کروړه پينځه اويا لکه ميټرک ټنه پیداوار یې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې وخت په وخت د اوړو د کمښت او د بیو زیاتېدو پرضد مظاهرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG