د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د اوړو د بيو د زیاتېدو پرضد مظاهره شوې ده


په احتجاج کې شریک د اوړو دوکاندار علي محمد مشال راډیو ته وويل، په ۳۰۰۰ روپۍ څوک د اوړو کڅوړه اخیستای شي؟
په احتجاج کې شریک د اوړو دوکاندار علي محمد مشال راډیو ته وويل، په ۳۰۰۰ روپۍ څوک د اوړو کڅوړه اخیستای شي؟

د خیبر پښتونخوا په سوات کې خلکو د اوړو د بيو د زیاتېدو پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

مظاهرچيانو د جنورۍ پر نهمه د مینګورې نشاط چوک د احتجاج په توګه تر څو ساعتونو تړلی وو.

دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د اوړو د قيمتونو د زیاتېدو مخه ونيسي.

په احتجاج کې شریک د اوړو دوکاندار علي محمد مشال راډیو ته وويل، په ۳۰۰۰ روپۍ څوک د اوړو کڅوړه اخیستای شي؟

ده وویل، "دې کسانو ۱،۳۰۰ روپۍ په لاس کې نيولې چې اوړه راکړه. ماته (حکومت) اوړه کم راکوي، ۲۶ بورۍ راکوي نو زه يې چا چا ته ورسوم. ماته ۲۰۰ کسان ولاړ وي او هر یو مې له مرۍ څخه رانيسي نو حکومت باید د دې مخنيوی وکړي."

په خیبر پښتونخوا کې د اوړو بحران پیدا شوی او قیمتونه يې زیات شوي چې پرضد يې د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې مظاهرې شوې دي.

د سرکاري شميرو له مخې، خيبر پښتونخوا د خپل ضرورت د غنمو ۲۵ فیصده په خپله پوره کوي‌، ۲۵ فیصده د ملونو مالکان په خپله اخلي او ۵۰ فیصده له پنجابه څخه ترلاسه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سيف په وار وار ويلي چې د پنجاب لخوا صوبې ته د غنمو پر وروړلو د بندېز له کبله د اوړو قيمتونه زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG