د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت دې د اوړو ممکنه بحران مخه ونیسي: اپوزېشن


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی عکس
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی عکس

پېښور: د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزېشن ګوندونو د اوړو په قیمتونو کې د زیاتوالي پر سر پر حکومت نیوکې کړې دي.

د اپوزېشن ګوندونو غړو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په صوبه کي د اووړو او د غنمو د ممکنه بحران د مخنیوي لپاره دې پر وخت ګامونه پورته کړي.

د مسلم لیګ نواز ډلې استازي اورنګزېب نالوټا د اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې حکومت د اوړو په قېمت کې زیاتوالي ته پام ولې نه کوي؟

هغه ویلي، “د ۲۰ کلو اوړو بوجۍ په ۱۳۰۰ روپۍ او د ۴۰ کلو اوړو بوجۍ په ۲۶۰۰ روپۍ خرڅېږي‌ نو حکومت او د خوارک وزارت ولې دومره ګرانۍ ته پام نه کوي؟”

اورنګزېب نالوټا وویل چې دوه کاله وړاندې د ۲۰ کلو اوړو د بوجۍ قېمت تر &۰۰ هم کم وو.

د پاکستان پیپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ ویلي چې پاکستان یو زرعي هېواد دی نو ولې بیا ولس ته په ارزانه بیه اوړه نه رسېږي؟

نوموړې اسمبلۍ ته په وینا کې زیاته کړې چې اووړه ورځ تر بلې پر ګرانېدو دي.

هغې ویلي، “موږ سره ډېره زیاته ذرخېزه ځمکه وه او اول به موږ بهر هېوادونو ته غنم لېږل او اوس دې حالت ته راورسېدو چې له نورو هیوادونو یې اخلو.”

د اپوزیشن ګوندونو دې نیوکو ته په ځواب کې د وزیراعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش وویل چې د اوړو او غنمو د بجران قابو کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل چې دا کال یې د ۱۵م ستمبر پر ځاي د جولايي له ۱۵مې ولس ته د ۸۶۰ روپیو په حساب د اوړو د بوجۍ خرڅولو لپاره د ارزانو غنمو بندوبست کړی دی.

ده وویل، “د شپږ لکه ټنه غنمو ترلاسه کولو لپاره موږ د پاسکو سره لوظنامه لاس لیک کړې ده چې پکې یو لاک ټن غنم رارسېدلي هم دي او پاتې پنځه لکه ټنه غنمو د رارسېدلو عمل په وروستي پړاو کې دی.”

د عوامی نېشنل ګوند غړي او په اسمبلۍ کي د اپوزیشن مرستیال مشر سردار حسېن بابک وویل چې د اوړو یا نورو صوبايي حقونو مسله ډېره پخوانۍ ده او پکار ده چې د دې د حل لپاره یوه پارلیماني جرګه جوړه کړل شي.

ده وویل، “د غنمو او اوړو دا مسله زموږ په حکومت او د مسلیم لیګ نواز د حکومت په وخت کې هم وه او اوس د تحریک انصاف په حکومت کې هم ده. ستونزه دا ده چې زموږ صوبې ته خپل اییني حقونه نه ورکول کیږي، موږ ته د بجلۍ خالص منافع پېسې هم نه راکول کیږي او صوبه د مالي بجران سره هم مخ ده، د اوبو نه زیاته بجلي زموږ په صوبه کي پېدا کیږي، نو خېر دې موږ بجلي نه کټ کوو خو لږ تر لږه پر وفاقي حکومت د فشار اچولو لپاره هغوي ته یو دهړکه ورکول پکار دي چې په مهذب ډول په هغوي فشار واچوو.”

د اسمبلۍ سپیکر مشتاق غني د صوبايي حکومت وزیرانو ته امر وکړ چې حکومت دې د تل لپاره د دې مسلې هوارولو یوه تګ لاره جوړه کړي.

هغه وویل، “پنجاب هر کال دلته د غنمو پر رسد بندېز لګوي او دلته غنم نه رارسي، ایا د دې متبادل حل نه شو لټولای چې د بل کوم هېواد نه غنم په کم نرخ را وغواړو چې زموږ دا مسله په مستقله توګه حل شي.”

د اسمبلۍ سپیکر مشتاق غني دا امر هم وکړ چې د ټولو ضلعو ډپټي کمشنران دي په بازارونو کې د اوړو او ډوډیو پر نرخونو نظر وساتي او په ګرانه بیه د اوړو یا ډوډیو د خرڅوونکو پرضد دې کاروايي وکړي.

XS
SM
MD
LG