د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په سلو کې ۴۰ کورنۍ د غذاییت کمي لري


کارپوهان وايي، سره له دې چې پاکستان یو زرعي ملک دې او باید د خوراک ټول ضرورتونه پوره کړي، دغه هېواد له تېرو څو کالونو راهیسې د خوراک د کمي له خطر سره مخ دی.
کارپوهان وايي، سره له دې چې پاکستان یو زرعي ملک دې او باید د خوراک ټول ضرورتونه پوره کړي، دغه هېواد له تېرو څو کالونو راهیسې د خوراک د کمي له خطر سره مخ دی.

د پاکستان شماریاتو څانګې د یوې تازه سروې تر مخه په دغه هېواد کې ۴۰ فیصده کورنۍ د خوړو کمښت له معتدل یا جدي خطر سره مخامخ دي.

د سروې تر مخه کورونا وبا کاروبارونه او د کرکروندې هلې ځلې ځپلې دي چې ورسره د خوراکي اجناسو په وخت منډۍ ته رسول اغېزمن شوي دي.

کارپوهان وايي، سره له دې چې پاکستان یو زرعي ملک دې او باید د خوراک ټول ضرورتونه پوره کړي، دغه هېواد له تېرو څو کالونو راهیسې د خوړو کمي له خطر سره مخ دی.

د پېښور په ترناب فارم کې د زرعي څېړنو د مرکز یو چارواکي فلک ناز شاه وايي، د نوي دور د ټیکنالوجۍ د نه استعمال له کبله په خیبر پښتونخوا کې خواوشا ۴۰ فیصده میوې او سبزیانې منډۍ ته د رسېدو وړاندې خرابې شي.

په اسلام اباد کې د منځني اسیايي هېوادونو د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ د مرکز یو څیړنکار ډاکټرغلام صمد وایي چې په پاکستان کې د خوراک د کمۍ یوه لویه وجه داده چې د زراعت ودې په ځاي ټوله توجه د صنعت او کاروبار ته ورکړل شوی ده او کرونده ګر د سخت محنت باوجود له خپلو پټو او باغونو نه پوره ګټه نه شي پورته کولی.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د اوړو یا بورې نرخونه ختلي دي. د ملونو مالکان وايي دومره غنم ورته په لاس نه ورځي چې اوړه یې کړي او د صوبې د خلکو د خوراک ضرورت ورباندی پوره کړي. په دغه اړه په سخاکوټ د اوړو یوه میل مالک فرمان خان وايي، حکومت د اوړو کوټه ډېره کړې ده بیا هم د خلکو له ضرورته کمه ده.

د یادونې وړ ده چې وزیراعظم عمران خان په خپله لومړۍ رسمي وینا کې د غذايي موادو د کمي خبره کړی وه ، خو تر اوسه پورې د دغه ستونزې د هواري لپاره کومه منظمه پالیسي یا پروژه مخې ته نه ده راغلې.

XS
SM
MD
LG