د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ګرانۍ زیاتېدو وجوهات څه دي؟


په پاکستان کې ګراني ولې زياته شوې او حکومت پر ولس د ګرانۍ بوج کمولو لپاره څه کوي؟
په پاکستان کې ګراني ولې زياته شوې او حکومت پر ولس د ګرانۍ بوج کمولو لپاره څه کوي؟

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د خوراکي او نورو اړینو توکو بيې داسې لوړې شوې دي چې له کبله یې نه یوازې عام ولس له مالي ستونزو سره مخامخ کړی بلکې حکومت مخالف ګوندونه له وزیراعظم څخه د استعفا غوښتنه هم کوي.

حکومت د ګرانۍ بېلا بېل وجوهات ښيي او دريځ لري چې په نړيوال بازار کې د څيزونو بيې زياتې شوې دي چې اثر يې د دوی په وینا، پر پاکستان هم شوی دی.

تحريک انصاف ګوند له درو نيمو کلونو راهېسي په پاکستان کې واکمن دی او په وار وار يې دا خبره تکرار کړې ده.

همداراز حکومت په تېرو مياشتو کې څو ځلې د تېلو بيې لوړې کړې دي چې د هغې له وجې هم ګراني زياته شوې ده. د پاکستان اقتصاد هم له تېرو څو کلونو راهيسې له مشکلاتو سره مخامخ دی.

پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې ګراني ولې زياته شوې او حکومت پر ولس د ګرانۍ بوج کمولو لپاره څه کوي؟

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه طاهر شېراني د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د ګرانۍ تر شا د نورو وجوهاتو ترڅنګ د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت کمېدل هم شامل دي.

د ده په وینا، دا ځکه چې پاکستان په ډالرو شیان اخلي او درامدوي یې. دی وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې يو ډالر په ۱۲۳ روپۍ وو او اوس له ۱۷۰ اوښتی دی.

ده وويل چې سږ کال په هېواد کې د غنمو پيداوار زيات شوی وو خو د هغې باوجود حکومت له بهره غنم درامد کوي او دې سره بوره یا چيني هم له بهره راغواړي.

په پاکستان کې د یوټېلېټي سټورونو په نوم حکومتي دوکانونه په رعایتي نرخونو شیان پلوري. خو طاهر شېرانی وايي چې حکومت په يوټېلېټي سټورز کې د خوراک ځینې څیزونه ارزانه خرڅوي خو زیاتره شیان هلته نه وي.

ده وويل، "کله چې په بازار کې د چيني يا وړو بيې لوړې شي نو په يوټېلېټي سټورز کې هغه کم شي. هلته بيا خلک ذخيره اندوزي هم کوي. بله دا چې حکومت چې په کومو شيانو رعايت ورکړي نو هغه په بازار کې کم شي او همدغه وجه ده چې د خوراکي توکو بيې لوړې شي."

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د اکتوبر نهمې له يو خبر سره سم، پاکستان او د پېسو نړيوال صندوق "ای اېم ايف" هغه هېواد ته د شپږ اربه ډالرو د پور ورکولو په اړه د خبرو اترو په اخري پړاو کې دی.

خو د پیسو نړیوال صندوق بې له شرطه بېوزله یا مخ پر ودې هېوادونو ته قرضې نه ورکوي.

دا اداره د پور په بدل کې د اقتصاد سمولو لپاره د پالیسیو عملي کول غواړي او حکومتونو ته وايي چې خپل لګښتونه کم کړي.

د پیسو نړیوال صندوق له شرطونو سره سم، د پاکستان حکومت د خرڅو د کمولو لپاره پر تېلو او بجلۍ او نورو شیانو رعایت ختموي او نوې مالیې لګوي.

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر غلام صمد وايي، په هېواد کې د ګرانۍ تر شا تر ټولو لويه وجه د پیسو له نړیوال صندوق او نورو نړيوالو مالي ادارو څخه پورونه اخیستل دي.

ده زياته کړه،‌ "يوه بنيادي وجه په پاکستان کې د پيټرولو بيې ورځ تر بلې لوړيږي. موږ د اي اېم اېف په وينا ټيکسونه او د نورو شيانو نرخونه په دوامداره توګه زياتوو. بله وجه هم اي اېم اېف سره تړلي ده او هغه د انرژې نرخونه کې زياتولی دی. درېمه وجه د کوورنا وايرس جهاني وبا ده چې د توکو رسولو کې ځنډ دی. بله وجه د پاکستان ګاونډيو هېوادونو سره تجارتي اړيکې دي. له افغانستان او هند څخه پاکستان ته مالولونه نه راتلو له وجې هم ګرانۍ زياته شوې ده."

حکومتي اقدامات

خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د ګرانۍ د اغېز کمولو هڅې کوي. نوموړي د نومبر پر درېیمه پر ځینو خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت اعلان کړ.

هغه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې په نړیواله کچه ګراني زیاته شوې ده.

ده وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې له رعایت سره د اوړو، غوړیو او دالونو بیې ښکته کړي او په دې توګه پر ولس د ګرانۍ بار کم کړي.

عمران خان وویل، په رعایتي نرخونو د خوراکي شیانو د خرڅلاو پروګرام به تر شپږو میاشتو پورې دوام ولري. خو وزیراعظم زیاته کړه چې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو د لوړېدو له وجې یې په پاکستان کې هم د نرخ لا زیاتېدو امکان دی.

د غربت ختمولو او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم سلاکارې ثانيې نشتر د نومبر پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري کنفرانس کې د نوي پروګرام تفصيل ورکړ.

نوموړې وویل چې هغه کورنۍ به ثبتوي چې هره مياشت تر ۳۱۰۰۰ روپيو کمې ګټي. د نوموړې په خبره، دا عمل به د نومبر له اتمې پیل شي.

دې د رعايتي پروګرام په اړه وویل، "موږ د ۳۸ ميليونه کورنيو معلومات راغونډ کړي دي، ځکه دا نوی پروګرام پيلول اسانه شوی دی. د ګرانۍ له وجې ولس پرېشانه دی او حکومت د دې خبرې احساس لري، ځکه مو يو”نوی احساس“ پروګرام راوړی دی. د دې نوم احساس راشن دی."

ثانیې نشتر زیاته کړه چې دوی پر دې پروګرام له تېرو څو مياشتو راهېسي کار کاوه او دا پروګرام د دوو کروړه کورنيو لپاره دی.

هغې زیاته کړه، "له دې به ۱۳ کروړه خلک مستفيد کېږي، د مستحقو خلکو معلومولو لپاره به نوې سروې کوو. د دي ترڅنګ د مستحقو خلکو شاملولو لپاره يو ووبپاڼه جوړوو او د هغې له لارې به دغو خلکو سره مرستي کېږي."

خو نشتر د سروې په اړه نور وضاحت ورنکړ.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، پر ګرانۍ قابو موندلو لپاره حکومتي رعايتي پروګرام مبهم دی.

بلخوا په هېواد کې د حکومت مخالفو ګوندونو د ګرانۍ پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی. خو حکومت وايي، د ګرانۍ ختمولو او اقتصاد سمولو هڅې به کوي.

XS
SM
MD
LG