د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي هېچا ته د غنمو د "مصنوعي کمښت" پیدا کولو اجازه نه ورکوي


شهباز شریف حکومتي ادارو ته د اوړو بیو زیاتوونکو او غنمو زېرمه کوونکو ضد د اقداماتو امر کړی دی - انځور له ارشیفه.
شهباز شریف حکومتي ادارو ته د اوړو بیو زیاتوونکو او غنمو زېرمه کوونکو ضد د اقداماتو امر کړی دی - انځور له ارشیفه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي دي چې په هېواد کې د غنمو کافي زېرمې شته او هېچا ته به د ناقانونه ګټې لپاره د غنمو د "مصنوعي کمښت" پیدا کولو اجازه ور نه کړي.

د پاکستان دولتي راډيو وايي نوموړي دا څرګندونې په هېواد کې د غنمو او اوړو د کمښت او د ذخیره اندوزۍ کوونکو په اړه د یوې لوړپوړې غونډې د مشرۍ پر مهال کړې دي.

وزیراعظم د جنورۍ پر ۱۱مه غونډه کې صوبو ته سپارښتنه وكړه چې له خپلو او په پاکستان کې د غلې له زېرمه کولو سرکاري ادارې ( پاسکو) څخه د اوړو مېلونو (ژرندو) ته پر وخت د غنمو رسول یقیني كړي.

هغه وویل، د حکومت د "موثره اقداماتو" له امله په تېرو پینځو ورځو کې د ۴۰ کېلوګرامه اوړو بيه شاوخوا ۱،۰۰۰ روپیو ته ښکته کېدل یوه "ښه نښه" ده.

شهباز شريف وویل چې اړونده وفاقي او صوبايي ادارې دې د اوړو او غنمو ذخيره کوونکو پر ضد "سخت گامونه" واخلي.

راډیو په خبر کې لیکلي، په غوڼده کې وویل شول چې د روان کال تر اخره به د غنمو ذخیرې ۱،۴ مېلیونه میټرک ټنه وي، چې دا وخت د پاکستان د خوراکي اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورڅو راهيسې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د اوړو د کمښت او د بیو زیاتېدو پرضد یې مظاهرې شوې دي.

په عین حال کې د خيبر پښتونخوا حکومت خلکو ته په ارزانه بیه د اوړو ورکولو کوټه يا برخه ۳۰ فیصده لوړه کړې ده.

د جنورۍ پر ۱۰مه په پېښور کې د صوبې د خوراکي چارو وزیر عاطف خان تر خبرې غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې دا ګام يې په صوبه کې د اوړو د زیاتېدونکو بيو د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG