د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د اوړو نرخ زیاتېدو لاملونه څه دي؟


د خیبر پښتونخوا د چیف سیکرټري په مشرۍ کې شوې غونډې د اوړو په ګډون د ټولې ګرانۍ قابونو کولو پر لارو چارو بحث کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د چیف سیکرټري په مشرۍ کې شوې غونډې د اوړو په ګډون د ټولې ګرانۍ قابونو کولو پر لارو چارو بحث کړی دی.

د اوړو ملونو د اتحادیې مشر حاجي اقبال مشال راډيو ته وویل، خیبر پښتونخوا چې په یوه ورځ اوړو ته څومره ضرورت لري، حکومت هغه دوی ته نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا د اوړو ملونو مالکان وايي په صوبه کې د اوړو نرخونه ځکه زیات شوي چې نه حکومت پوره غنم ورکوي او نه له پنجابه له ضرورت سره سم غنم ورځي.

د اوړو مالکانو د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د دې مسلې په اړه په کړې غونډه کې غوښتنه کړې چې صوبايي حکومت دې له پنجابه د ضرورت مطابق غنم ور وړي او هم دې د اوړو ملونو ته ورکړي.

د اوړو ميلونو د اتحادیې مشر حاجي اقبال مشال راډيو ته وویل، خیبر پښتونخوا چې په یوه ورځ اوړو ته څومره ضرورت لري، حکومت هغه دوی ته نه ورکوي. هغه وویل: " د صوبې د ورځې خوراک ۱۵۰ زره بورۍ دی او حکومت موږ ته ۵۰۰۰ بورۍ راکوي او دا نرخونه له هم دې کبله زیات شوي دي."

حکومت غنم لري خو ملونو ته یې نه ورکوي
عادل اقبال مومند

حاجي اقبال زیاته کړه چې له پنجاب څخه د خیبر پښتونخوا د ۲۵ فیصده ابادۍ لپاره اوړه ورکوي‌کوم چې د ده په وینا، باید ۸۰ فیصده ابادۍ لپاره ورکړل شي.

په مردان کې د اوړو د یو مل مالک عادل اقبال مومند له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې له حکومت سره غنم پراته دي خو د اوړو ملونو ته یې نه ورکوي. نوموړي وویل د اوړو د نرخونو په زیاتولو او کمولو کې د ملونو د مالکانو نه بلکې د حکومت لاس دی: "د اوړو ملونه چې په کوم قېمت غنم واخلي‌ نو له هغه حسابه د اوړو قېمتونه ټاکي‌ نو باید چې حکومت موږ ته غنم راکړي چې د اوړو نرخونه را ټیټ کړل شي."

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د غنمو او اوړو بحران رامنځ ته شوی چې له کبله یې په وار وار عام ولس او له دې کاروبار سره تړلو احتجاجونه هم کړي دي.

په دې لړ کې د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې د پېښور نانبایانو د ګرانۍ پرضد کاربندیز کړی وو او د ښار ټول تنورونه یې تړلي وو.

د پېښور نانبایانو د ګرانۍ ضد کاربندیز کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د خيبر پښتونخوا د خوراک محکمې سيکرټري کېپټن ريټایرډ مشتاق احمد د دې مسلې په اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د اوړو ملونو ته تر خپلو برخو زیات غنم ورکوي. نوموړي وویل: " حکومت پابند دی چې د اوړو ملونو ته ۲۵ فیصده غنم ورکړي خو د حکومت له خوا هغوی ته ۳۳ فیصده ورکول کېږي." خو هغه زیاته کړه چې لکه څنګه په ملک او صوبه کې نور هر څه ګران شوي دي نو د هغه اغېز پر اوړو هم شوی دی.

په همدې حال کې د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د چیف سیکرټري په مشرۍ کې شوې غونډې د ګرانۍ قابونو کولو پر لارو چارو بحث کړی دی. په دې غونډه کې د ټولو ضلعو مرستیال کمشنرانو ته ویل شوي چې د اوړو په ګډون د ټولو شیانو د نرخونو پر قابو ساتلو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د سرکاري شميرو له مخې، خيبر پښتونخوا د خپل ضرورت د غنمو ۲۵ فیصده د صوبې له پیداواره پوره کوي‌، ۲۵ فیصده د ملونو مالکان په خپله اخلي او ۵۰ فیصده له پنجاب صوبې څخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG