د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د اوړو بحران مخ په زیاتېدو دی


په پېښور کې په جنورۍ مياشت کې هم د اوړو بحران لیدل شوی و.
په پېښور کې په جنورۍ مياشت کې هم د اوړو بحران لیدل شوی و.

پراګ ـ په خیبر پښتونخوا کې یو وارې بیا د اوړو بحران مخې ته راغلی او یو شمېر خلک شکایت کوي چې له وجې یې د هغوی ستونزې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د اوړو ملونو سازمان د خیبر پښتونخوا څانګې یو مشر امجد علي شینواري د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پنجاب حکومت لخوا خیبر پښتونخوا ته د غنمو او اوړو د بندولو فېصله به ځايي ولس له بحران سره مخامخ کړي:

" اوس هم د اوړو کمی دی او که چیرې د پنجاب حکومت زموږ د اوړو میلونو ته غنم ورنه کړل نو په راروانو ورځو کې به دا کمی لا نور زیات شي. له پنجابه د اوړو په راوړلو هم بندیز دی، ځای پر ځای یې چېک پوسټونه جوړ کړي دي، د یو یو ګاډي پر سر ۶۰ او ۷۰ زره روپۍ اخلي. پخوا چې د اوړو کومه بوجۍ په ۸۰۰ روپۍ وه اوس په ۱۲۰۰ ده، موږ پر دې احتجاج هم وکړ، ځکه چې میلونه مو بند دي."

بلخوا په پېښور کې د اوړو یو کاروبار کونکی محمد حماد وایي، له پنجابه د اوړو راوړل بند شوي دي، نو ځکه په دوکانونو کې هم اوس د اوړو کمی دی:

"د پنجاب اوړه بند دي. زموږ صوبه کې هم اوړه جوړېږي خو خلک یې دومره نه خوښوي ځکه چې ډېر ښه نه وي، او ډوډۍ یې توره وي، نو ځکه خلک د پنجاب وړه زیات اخلي."

د مردان یو اوسېدونکی احمد خان وایي، اوړه ګران شوي دي، او کوالټي یې هم خرابه شوې ده:

"زه زیاتره د پنجاب راغلي اوړه اخلم ځکه چې کوالټي یې ښه وي. کله چې اوړه کم شي نو بیه یې هم لوړه شي، سرکاري اوړه هم راځي خو ډېر بېکاره وي. د ۲۰ کیلو د اوړه د بوجۍ بیه نږدې ۱۴۰۰ ته رسېدلې. موږ مزدور کاره به څه کوو، په ۶۰۰ روپو د ورځې په دیاړۍ اوړه واخلو که نور شیان؟ او بله دا چې اوس مزدوري هم نشته".

بلخوا د جون پر څلورمه د خیبر پښتونخوا د کابینې په غونډه کې هم د پنجاب لخوا صوبې ته د اوړو پر راوړلو د بندیز فېصلې مخالفت وشو.

د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر قلندر خان لودي د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، دوی په دې اړه د پنجاب حکومت ته خپل احتجاج ریکارډ کړی دی:

"موږ د کابینې په غونډه کې په دې خبرې کړې چې د پنجاب حکومت دا فېصله غلطه ده. د ایین د ۱۵۱ ارټیکل تر مخه یوه صوبه پر خپل پېداوار او یا کوم بل څیز بندیز نه شي لګولای، دا د وفاقي حکومت فېصله وي، د پنجاب حکومت د خپلو اختیاراتو ناسم استمال کوي. موږ پر دې خپل احتجاج ریکارډ کړ، د صوبې د اطلاعاتو مشیر اجمل وزیر هم پر دې مسله خبرې کړي دي، موږ له وفاق سره هم پر دې خبرې کوو چې زموږ صوبې ته د اوړو بندول دې ودرول شي. له پنجابه د روزانه په حساب پنځه زره ټنه وړه خیبر پښتونخوا ته راځي دا خو یو کاروبار هم دی، او باید د صوبو ترمنځ د غنمو او وړو په سوداګرۍ هم بندیز ونه لګول شي، چې د خوراک محکمه هم غنم واخلي او د وړو مالکانو ته هم ورسي، او خلک بې روزګاره نه شي".

بلخوا د صوبې وړو د ملونو سازمان یو مشر امجد علي شینواری دا هم وایي که حکومت یې مسله هواره نکړه نو دوی مجبوره دي چې د صوبې په نورو ښارونو کې احتجاجونه پېل کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG