د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان او لکي مروت کې بريدونه: ۷ مشکوک وسلوال وژل شوي


په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي ــ انځور له ارشيفه
په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو څانګې (سي ټي ډي) ادعا کړې چې تېره شپه (د فبرورۍ پر ۱۳مه) يې د يو وسلوال بريد په ځواب کې څلور وسلوال وژلي دي.

د سي ټي ډي بيان زياتوي چې بريد هغه وخت وشو کله چې پوليسو وار له مخه نيول شوي مشکوک وسلوال له ميرامشاه څخه بنو ته لېږدول، چې پر میرلي بای پاس سړک باندې وسلوالو د هغوی د خلاصولو لپاره د پوليسو پر قافلې برید وکړ.

د پوليسو په وينا، د ډزو پر مهال د هغوی په حراست کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

پوليس ادعا کوي چې وژل شوي څلور بريدګر له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي دي چې په وینا يې هلته په هدفي بریدونو او پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول. خو ټي ټي پي په دې اړه تر دې دمه څه ډول غبرګون نه دی ښوولی.

پوليس چارواکي زياتوي چې دغه برید کې د پولیسو ګاډو ته زيان اوښتی خو سرتېرو ته يې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د بنو "ولسي پاڅون" ګډونوال: پښتانه نور ناامني نه شي زغملای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

دا پېښه تر هغه وروسته رامينځ ته شوې چې د فبرورۍ پر ۱۱مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې د د ماړي پېټرولیم کمپنۍ پر هغه کاروان ځانمرګی بريد وشو چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه روان وو.

د چارواکو په وينا په هغه برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شو او ۲۲ نور ژوبل شول چې ټول اميتي سرتېري او د ماړي پېټروليم کمپنۍ کارکوونکي ول.

ډېره اسماعيل خان او لکي مروت کې بريدونه

بل خوا د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان لکي مروت ضلعو کې وسلوالو د پولیسو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو نن (د فبرورۍ پر ۱۴مه) پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې وسلوالو پر کتي امنيتي پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې يو پوليس ژوبل شو ی دی.

تر دې وړاندې تېر ماښام (د فبرورۍ پر ۱۳مه) د خیبر پښتونخوا پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه له یوې خپرې شوې ویډیو سره لیکلي چې وسلوالو د لکي مروت په بخمل احمد زۍ سيمه کې ماښام مهال د پوليسو پر يوې پوستې برید وکړ.

بيان زياتوي چې د سیمې د پولیسو مشر له نورو پولیسانو سره د پېښې ځای ته ورسېدل او هلته یې په ځوابي ډزو کې "وسلوال له سیمې څخه په تېښته مجبوره کړل".

په بيان کې راغلي چې پر دې مهال د بخمل سیمې اوسېدونکي هم له پولیسو سره د مرستې لپاره ورغلي ول.

پولیس وایي په دغه پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې، خو پوليسو د وسلوالو د نیولو لپاره عملیات پیل کړې دي.

تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې تر دې دمه د دغو بريدونو په اړه څه نه دې ويلي.

دا له هغې وروسته ده چې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې د فبرورۍ پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په لکي مروت کې يې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ۱۲ غړي وژلي دي.

خو ټي ټي پي د يادې پېښې په اړه غبرګون يا بيان نه وو ورکړی او نه يې هم خپلواکه سرچينو په اړه څه ويلي ول.

خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ زياتېدونکې پېښې

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د جنورۍ پر ۳۰مه په پېښور کې پر پولیس لاینز تر سره شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شوي ول.

د پېښور پر پولیس لاینز د برید ذمه واري چا نه وه قبوله کړې. تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې تر شا له لاس لرلو انکار کړی وو.

چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ز کې په خيبر پښتونخوا کې ۴۹۴ وسلوال بریدونه شوي ول چې پکې یې ۱۱۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۱۲ ژوبل شوي ول.

په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۲ز کال کې د پخوانيو کلنو په پرتله تر ټولو زیاتې حملې شوې دي. د صوبې د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال ويلي ول چې په ۲۰۲۲ز کال کې دومره زیات بريدونه شوي چې په تېرو پينځو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال د جون له مياشتې راهیسې تر ټولو لويې وسلوالې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي ول. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونه تر هغې وروسته لا زیات شول چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې له حکومت سره اوربند ختم کړ او د حملو بیا پیلولو اعلان یې وکړ.

د هغو بریدونو په غبرګون کې سیاستوالانو، فعالانو او ځايي مشرانو لاریونونه او احتجانونه کړي او له حکومته يې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې.

د دې احتجاجونو مشران تور پورې کوي چې د پاکستان ریاستي ادارو "د یو پلان له مخې يې د پښتنو په سیمو کې د وسلوالو پر فعالیتونو "سترګې پټې" کړې دي.

خو د پاکستان وفاقي او د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومتونو تل داسې تورونه رد کړي‌ او ویلي یې دي‌ چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي.

د پاکستان امنیتي چارواکو هم په وار وار ویلي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG