د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف وايي، پاکستان به د ترهګرۍ ریښې ختموي


د پېښې ژوبل تنان د کراچۍ جناح روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې ژوبل تنان د کراچۍ جناح روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د سیند صوبې وزیر اعلا مراد علي شاه په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز د تېرې شپې له بریده وروسته ویلي چې د امنیت د ټینګولو لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

مراد علي شاه تېره شپه رسنیو ته ویلي، برید وروسته له هغې پای ته رسېدلی چې درې واړه طالب وسله وال د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شول. د نوموړي په وینا په پرونۍ حمله کې ټول ټال اووه کسان وژل شوي چې درې ورکې امنیتي سرتېري، یو ولسي وګړی او درې نور هغه طالب وسله وال دي چې برید یې کړی وو.

تر دې وړاندې په لومړنیو معلوماتو کې چارواکو د بریدګرو شمېره له اتو تر لسو پورې ښودلې وه.

تحریک طالبان پاکستان نه یوازې د دې برید زمه واري منلې ده بلکې نن (د فبرورۍ پر ۱۸مه) یې په یو بیان کې د لا نورو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

په پېښه کې ژوبل شوي تنان او د وژلو شویو جسدونه د کراچۍ جناح روغتون ته لېږدول شوي ول. د هغه روغتون معاونې ډاکټر شنېله رسنیو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي، له بریده وروسته د هغوی روغتون ته څلور جسدونه او ۱۸ ژوبل تنان وروړل شوي وو.

دا حمله د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په ماسختن په کې پي او یا کراچي پولیس افس باندې وشوه. دا پنځه پوړیزه ودانۍ د کراچۍ د پولیسو یو له مهمو مرکزونو څخه ده چې د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید عالم اوډو هم دغلته کېني. نوموړي له بریده سمدستي وروسته رسنیو ته تایید کړې وه چې د هغه پر دفتر "ترهګرو "حمله کړېده او د رېنجر ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده.

په کراچۍ کې د پولیسو په مرکز وسله والو برید کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز تر سره شوی برید غندلی او د خپلو امنیتي ادارو ستاینه یې کړه ده چې د هغه په وینا دا حمله یې ناکامه کړېده. نوموړي په یو بیان کې ویلي، پاکستان به د ترهګرۍ ریښې ختموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن (د فبرورۍ پر ۱۸مه)د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې له پاکستاني ولس سره ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG