د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازې تړلو له کبله د خلکو او ټرانسپورټرانو ستونزې زیاتې شوې دي


د وره تړل کېدو له کبله تورخم ته پر تلونکې لارې ګڼ ګاډي ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د وره تړل کېدو له کبله تورخم ته پر تلونکې لارې ګڼ ګاډي ولاړ دي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه پر څلورمه ورځ هم تړلې ده چې له کبله يې دواړو غاړو ته په خوراکي توکو او نورو سامانونو بار سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

د خیبر په لواړګي کې انتظامي مشر ارشاد خان مومند د فبرورۍ پر ۲۲ مشال راډیو ته په یوه لیکلي پيغام کې ویلي چې تر اوسه د کابل او اسلام اباد د چارواکو ترمینځ په دې اړه څه پرمختګ نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

د ملا برادر دفتر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان له پلاوي سره یې پر اقتصاد، سوداګرۍ او داراز، د تورخم او چمن پر دروازو د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لورې ته د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه او له هغه وروسته د پاکستان لورې ته هم ټول سرکاري دفترونه تړل شوي او دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ضياالحق سرحدي رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې له هغې ورځې راهیسې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ دي.

د هغې دروازې تړل کېدو له کبله له پېښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

د خیبر ضلعې د ټرانسپورټي چارو ټولنې مشر مشر شاکر اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د وره تړل کېدو د تل په څېر دوی ته سخت مشکلات جوړ کړي دي. "زموږ روزګار له افغانستان سره تړلی دی او په کار ده چې د تورخم دروازې خلاصولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي."

د وره تر تړل کېدو وروسته یوشمېر ناروغان کورونو ته ستانه شول - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د وره تر تړل کېدو وروسته یوشمېر ناروغان کورونو ته ستانه شول - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

طالب چارواکو د تورخم دروازه له هغه وروسته تړلې وه چې د دوی په وینا، د پاکستان سرحدي ځواکونو ځینې افغان ناروغان او ورسره خدمتګاران د سفري اسنادو نه لرلو له وجې ستانه کړي ول نو ځکه یی دا ګام احتجاجاً پورته کړ.

دوی زیاته کړې چې تر بل امر پورې دې افغان وګړي د تورخم په دروازه پاکستان ته نه اوړي او په کار ده چې پاکستاني چارواکي ورسره هغه کړې ژمنې پوره کړې چې په تېرو غونډو کې یې کړې وې.

پاکستانیو چارواکو دا نه دي ویلي چې دوی له طالب چارواکو سره کړې کومې ژمنې نه دي پوره کړي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړلې وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکو هم وخت نا وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټرافیکي ستونزې به هواروي.

XS
SM
MD
LG