د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د سولې انسټيټيوت: د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان له ملاتړه لاس نه اخلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په یوه تازه راپور کې چې د امریکا د سولې انسټیټیوت خپور کړی، ویل شوي، دا احتمال نه لیدل کېږي چې د افغانستان طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور د دې دلیل د پاکستان اقتصادي ستونزې بولي او وايي، طالبان احساس کوي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له لوري د ټي‌ټي‌پي پر ضد د پراخو عملیاتو مخه نیسي.

د دې راپور پر اساس، په دې منځ کې چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په افغانستان کې طالبان واکمن دي، ټي‌ټي‌پي په زیاتېدونکي بالقوه ګواښ بدل شوی دی.

د امریکا د سولې انسټیټیوت په خپل راپور کې د پاکستان پر پالیسیو د افغان طالبانو وروستیو انتقادونو ته په اشارې استدلال کړی چې، دا نا ډیپلوماتیکې څرګندونې ښيي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ د دوام اراده لري، حتي که د پاکستان له لوري پرې فشار هم زیات شي.

يو شمېر پاکستاني پوځيان
يو شمېر پاکستاني پوځيان

بل پلو افغان طالبانو په ځلونو د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د حملو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې، هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د امریکا د سولې انسټیټیوت چې د جنوبي اسیا د سیاستونو په اړه یو تر ټولو لوی او باوري څېړنیز مرکز دی وايي، د ټي‌ټي‌پي د ملاتړ د ادعا په وړاندې د افغان طالبانو توند ځواب د متقابل تور تر حده مخ ته لاړ چې د دې ښکارندويي کوي چې هغوی له ملاتړه لاس نه‌اخلي.

په راپور کې د ملګروملتو د چارواکو اونورو څارونکو خبرو ته هم اشاره شوې چې وايي، پاکستاني طالبان د افغانستان په ښارونو کې ازاد ګرځي راګرځي.

د امریکا د سولې انستیتوت خبرداری ورکړی چې د پاکستان اقتصاد د دېوالیه‌توب په درشل کې دی او دا مسله د پاکستان پوځي انتخابونه محدودوي، پاکستان یوازې په خپله خاوره کې چاپې اچولي او دفاعي اقدامات کولی شي خو دومره امکانات او منابع نه‌لري چې د لوړې کچې عملیات پرې وکړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG