د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د لاهور انتخاباتي جلسه ځنډولې ده


عمران خان تر دې مخکې ویلي ول چې د زمان پارک جلسې مشرۍ ته ورځي - پخوانی انځور.
عمران خان تر دې مخکې ویلي ول چې د زمان پارک جلسې مشرۍ ته ورځي - پخوانی انځور.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي په لاهور کې یې د جنايي قانون ۱۴۴مې دفعې د نفاذ له کبله د مارچ پر ۱۲مه کېدونکې جلسه ځنډولې ده.

د ګوند مخکښ مشر شاه محمود قریشي د مارچ پر ۱۲مه تر جلسې لږ ساعت مخکې خبریالانو ته وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د ګوند په غونډه کې د جلسې ځنډولو پرېکړه وکړه. نوموړي دا و نه ویل چې اوس به جلسه کله کوي.

پخواني وزیراعظم عمران خان تر دې یوه ورځ مخکې د مارچ له ۱۲مې څخه د انتخاباتو کیمپېن پیلولو او د لاهور جلسې د مشرۍ کولو اعلان کړی وو.

نوموړي د مارچ پر ۱۱مه وویل چې د هغه ښار په زمان پارک کې کېدونکې جلسه په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتي کیمپېن برخه ده.

د لاهور انتظامیې په هغه ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مې ماده نافذه کړې ده. د هغې دفعې له عملي کېدو سره پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

عمران خان د مارچ پر لومړۍ نېټه د پنجاب د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پینځه کسیزه جرګګۍ تر امر وروسته د زندانونو ډکولو تحریک ختمولو او د انتخاباتي کیمپېن پیلولو اعلان کړی وو.

عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زمان پارک د جلسې د مشرۍ کولو په اړه د عمران خان تر اعلان وروسته تور پورې کړ چې هغه د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د موافقې د مخنیوي هڅه کوي.

شهباز شریف دعوه وکړه چې عمران خان د ولس غم نه کوي - پخوانی انځور.
شهباز شریف دعوه وکړه چې عمران خان د ولس غم نه کوي - پخوانی انځور.

شریف د مارچ پر ۱۱مه په بیان کې وویل چې خان د همدې موخې لپاره په هېواد کې "ګډوډ‌ي" پیدا کول غواړي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي. د پاکستان دولتي بانک وايي، ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت د مالي او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د ای اېم اېف د پورونو پروګرام بحالولو هڅې کوي او د دې لپاره یې له هغې ادارې سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

وزیراعظم شریف دعوه کړې چې عمران خان د ولس "غم نه لري" نو ځکه په هېواد کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو په اړه نه غږېږي.

خو عمران خان د فبرورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د شریف د کفایت شعارۍ پر پروګرام انتقاد کړی وو او ویلي یې ول چې له هغې سره به ګراني له زیاته شي.

د مارچ پر ۱۱مه تر شریف مخکې خان په وینا کې دعوه وکړه چې په اوسني اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه له انتخاباتو "تښتي".

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې انتخابات د روان کال په مني کې له ټاکلي وخت سره سم کوي.

د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر درېیمه ولسمشر عارف علوي ته په یو لیک کې ولیکل چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دې د اپرېل له ۳۰مې څخه د مې تر اوومې پورې یوه نېټه خوښه کړي. ولسمشر د لیک له ترلاسه کېدو سره سم اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه دې په پنجاب کې د صوبايي‌ اسمبلۍ لپاره انتخابات وشي.

خو په خیبر پښتونخوا کې لا هم د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې. د هغې صوبې ګورنر غلام علي د مارچ پر اتمه د انتخاباتو نېټې ټاکلو لپاره د پاکستان انتخاباتي کمېشن له چارواکو سره ولیدل. ګورنر تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.

البته سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه دا امر هم کړی چې په خیبر پښتونخوا کې به ګورنر د انتخاباتو نېټه اعلانوي، هغه ځکه چې د عدالت په وینا، " ګورنر اسمبلي ماته کړې وه ."

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر نهمه د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو د انتخاباتو لپاره یوه غونډه وکړه چې پکې یې د خزانې او کورنیو چارو وزارتونو سېکرټران وربللي ول.

کمېشن د مارچ نهمې پر ماخوستن په بیان کې لیکلي چې د مالیې وزارت سېکرټر ته یې وویل چې په ټول هېواد کې د عامو انتخاباتو لپاره ۶۵ اربه (مېلیارده) روپۍ او یوازې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو پاره ۲۰ اربه روپۍ په کار دي خو د خزانې وزارت ورته تر اوسه پینځه اربه روپۍ ورکړې دي.

د کمېشن په وینا، د خزانې وزارت سېکرټر ورته په پاکستان کې د اقتصادي او مالي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل چې په اوسني وخت کې د انتخاباتو لپاره "پیسې ورکول ګران" کار دی. خو سېکرټر زیاته کړه چې په دې لړ کې له وفاقي حکومت سره تر مشورو وروسته ځواب ورکوي.

د کمېشن په هغه غونډه کې د انتخاباتي کمېشن سېکرټر وویل چې د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

کمېشن د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې له پوځ، رېنجرز ځواک او له نورو قانون پلي کوونکو ادارو سره رابطه وکړي او ورڅخه د انتخاباتو امنیت لپاره سرتېري وغواړي.

XS
SM
MD
LG