د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر د انتخاباتو په اړه د ټاکنو کمېشن له چارواکو سره ليدلي دي


د خیبر پښتونخوا ګورنر د پولیسو سره خبرې کوي - انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا ګورنر د پولیسو سره خبرې کوي - انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي او د پاکستان انتخاباتي کمېشن چارواکيو د دې صوبې د اسمبلۍ انتخاباتو د نيټې ټاکلو په اړه ملاقات کړی دی.

د ګورنر له دفتر خپور شوی بیان وايي چې غلام علي او د انتخاباتي کمېشن دریوو چارواکو ترمینځ دا ليدنه د مارچ پر اتمه وشوه. خو په بیان کې دا نه دې ويل شوي چې ایا دوی د اسمبلۍ د انتخاباتو په کومه نېټه سلا شول او که نه. البته بیان زیاتوي چې ګورنر به په راتلونکو ورځو کې د انتخاباتي کمېشن له مشر سره ملاقات کوي.

د تحریک انصاف په ملاتړ د پنجاب او خيبر پښتونخوا حکومتونو د جنورۍ په مياشت کې د دواړو صوبو اسمبلیانې ماتې کړې وې. د ګوند په وينا، د دې هدف پر مرکزي حکومت په ټول هېواد کې تروخت له مخه د ټاکنو کولو فشار راوړل وو، خو د پاکستان جمهوري غورځنګ کې له شاملو ګوندونو جوړ، ايتلافي حکومت تروخت له مخه د ټاکنو کولو څخه انکار کړی دی. دوی وايي ټاکنې به د قانون له مخې، په اکتوبر کې وشي.

تحریک انصاف غواړی چې په پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې ژر تر ژره وشي خو د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ويلي وو چې په صوبه کې د خراب امنيت له کبله ټاکنې نه شي کېدلای. نوموړي زیاته کړې وه چې په دې اړه بايد له امنيتي ځواکونو پوښتنه وشي چې ايا دوی د ټاکنو لپاره امنيت ټينګولی شي او که نه.

خو سپريم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته حکم کړی وو چې په ۹۰ ورځو کې دننه دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

ګورنر غلام علي په دې اړه د مارچ پر شپږمه نېټه کمېشن ته استولي خط کې ليکلي چې د انتخاباتو د نيټې په اړه دې ورسره د سلا مشورې په خاطر د کمېشن چارواکي د مارچ پر اوومه يا اتمه ورشي چې دارنګه د ټاکنو لپاره فعاله او بامعني پروسه پیل شي.

نوموړي دا ليک د انتخاباتي کمېشن د هغه خط په ځواب کې ليکلی وو چې پکې کمېشن ورڅخه په صوبه کې انتخاباتو د نيټې اعلانولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG