د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د زندانونو ډکولو تحریک ختم کړی دی


عمران خان وايي د سپریم کورټ د پرېکړې هرکلی کوي - پخوانی انځور.
عمران خان وايي د سپریم کورټ د پرېکړې هرکلی کوي - پخوانی انځور.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا او پنجاب د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پینځه کسیزه جرګګۍ تر امر وروسته د زندانونو ډکولو تحریک ختمولو اعلان کړی دی.

نوموړي د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې وویل، د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی کوي.

تر دې وروسته ده خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، د سپریم کورټ د فیصلې له کبله "د زندانونو ډکولو تحریک ختموو. د راتلونکې شنبې (خالي) له ورځې څخه د انتخاباتو تیارۍ او انتخاباتي کیمپېن پیلوو."

عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د سپریم کورټ په پرېکړه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د انتخاباتو د نېټې په نه اعلانولو د خپلې اییني ذمه وارۍ سرغړونه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي اعلانولای.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

انتخاباتي کمېشن او د خیبر پښتونخوا او پنجاب حکومتونو د سپریم کورټ امر په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پخواني وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۲مه د زندانونو ډکولو بهیر پیل کړی وو او ویلي یې ول چې دې کار ته به د عامو انتخاباتو تر اعلان پورې دوام ورکوي.

خو وفاقي حکومت په تېرو وختونو کې ټینګار کړی دی چې په هېواد کې انتخابات د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کوي.

عمران خان تور پورې کړی وو چې په هېواد کې بنیادي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي او په هېواد کې ګراني هم ډېره زیاته شوې ده نو ځکه د وفاقي حکومت پرضد خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي.

خو د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د فبرورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د خان تورونه رد کړل او و یې ویل، عمران خان باید د زندانونو ډکولو بهیر خپله پیل کړی وای او زندان ته تللی وای. هغې وویل، خان خپله له عدالته د ځان لپاره ضمانت اخیستی نو دا تحریک څنګه پر مخ تللای شي.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم د فبرورۍ پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د زندانونو ډکولو تحریک له پیله ناکام شو.

XS
SM
MD
LG