د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتوخوا او پنجاب کې ټاکنې د ناامنۍ له کبله ځنډېدای شي؟


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر لسمه نېټه په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو په اړه غونډه کړې ده.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر لسمه نېټه په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو په اړه غونډه کړې ده.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، له امنیتي او استخباراتو ادارو سره یې امنیتي حالت ته په کتو په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې پر راتلونکو انتخاباتو بحث کړی دی.

دا خبره د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر لسمه نېټه له هغه وروسته په یو خبرپاڼه کې کړې ده چې یادې ادارې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو په اړه غونډه وکړه.

خبرپاڼه لیکي چې د دې غونډې مشرۍ د انتخاباتو کمېشن مشر سکندر سلطان راجا کړې وه چې د امنیتي او استخباراتي ادارو لوړپوړي چارواکي هم پکې شریک وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې پر دې بحث شوی چې ایا په اوسني حالت کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې حالات د صوبايي اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو ته جوړ دي او که نه؟

د پاکستان ډان او جیو ویبپاڼو لیکلي چې د ای ایس ای او انټلیجینس بېرو له خوا د انتخاباتو کمېشن ته ویلي چې "په دې صوبو کې باید انتخابات ونه شي."

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پر خپله رسمي ټویټر پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې د امنیتي اندېښنو په اړه هیڅ هم نه دي لیکلي.

د انتخاباتو کمېشن تر دې وړاندې د مارچ پر نهمه هم د خزانې او کورنیو چارو وزارتونو له سېکرټریانو سره په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو تمویل او امنیت په اړه غونډه کړې وه.

په لاهور کې خبریال او شنونکی ماجد نظامي وايي، په پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره تیاري شوې ده خو واکمن اتحاد غواړي چې انتخابات وځنډېږي.

د ده په وینا، اوسمهال د ملک اقتصاد خراب دی او ډېره ګراني ده نو ځکه به د اپوزېشن ګوند پاکستان تحریک انصاف له خوا پر حکومت ډېرې نیوکې کېږي.

ماجد نظامي زیاته کړه، داسې ښکاري چې واکمن د دې لپاره په انتخاباتو کې ځنډ خوښوي چې د دوی په فکر وروسته به د ملک اقتصادي حالات ښه کړي.

په هغه وخت کې واکمن تحریک انصاف د پنجاب اسمبلۍ د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۱۴مه او د خیبر پښتونخوا هغه د جنورۍ پر ۱۸مه ماته کړې وه.

د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف دا ګام د دې لپاره اخیستی وو چې مرکزي حکومت په ملک کې تر وخت وړاندې انتخاباتو ته اړ کړي.


د پاکستان د اساسي قانون یا ایین له مخې، چې کله اسمبلۍ ماتې شي نو بیا به لنډمهاله حکومت ټاکل کېږي او هغه به له ټاکل کېدو وروسته په درو میاشتو کې دننه بیا عام انتخابات کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د پنجاب پرتله امنیتي حالات ډېر خراب دي او هلته په زیاتره سیمو کې په پرلپسې توګه د وسله والو له خوا بریدونه ترسره کېږي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی عقیل یوسفزی وايي، که رښتیا هم امنیتي او استخباراتي ادارو د انتخاباتو کمېشن ته د امنیت په اړه اندېښنې ښودلې وي نو په کار ده چې له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي وویل چې یو پلو د امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا د امنیت په اړه اندېښنې دي او بل پلو د ملک اقتصاد هم دې ته جوړ نه دی چې د دومره پراخو انتخاباتو لګښتونه برداشت کړي.

ده وویل، " زما معلومات دا دي چې د انتخاباتو کمېشن ۷۵ اربه روپۍ غوښتې دي او د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوی ته به ۵۵ زره پولیس په کار وي، او که په داسې حالاتو کې پوځ راځي نو به عمران خان ورباندې نیوکې کوي، نو دا یو سخته مسله ده."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سپریم کورټ تر مداخلې وروسته د ولسمشر عارف علوي له خوا د پنجاب صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره د اپرېل ۳۰مه نېټه اعلان شوې وه خو د خیبر پښتونخوا په اړه لا هم پرېکړه نده شوې.

د انتخاباتو کمېشن وايي چې د مارچ پر ۱۴مه به په دې اړه د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي له دوی سره لیده کاته کوي او د نېټې پر ټاکلو به بحث کوي.

XS
SM
MD
LG