د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو تمویل او امنیت په اړه غونډه کړې


انتخاباتي کمېشن د مارچ پر نهمه غونډې ته د مالیې او کورنیو چارو وزارت سېکرټران وربللي ول.
انتخاباتي کمېشن د مارچ پر نهمه غونډې ته د مالیې او کورنیو چارو وزارت سېکرټران وربللي ول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو د انتخاباتو لپاره یوه غونډه کړې چې پکې یې د خزانې او کورنیو چارو وزارتونو سېکرټران وربللي ول.

کمېشن د مارچ پر نهمه ماخوستن مهال په بیان کې ویلي دي چې د غونډې موخه د انتخاباتو د تمویل او امنیت پر چارو بحث کول ول.

بیان وايي، کمېشن د مالیې وزارت سېکرټر ته وویل چې په ټول هېواد کې د عامو انتخاباتو لپاره ۶۵ اربه (مېلیارده) روپۍ او یوازې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو پاره ۲۰ اربه روپۍ په کار دي خو د خزانې وزارت ورته تر اوسه پینځه اربه روپۍ ورکړې دي.

د کمېشن په وینا، د خزانې وزارت سېکرټر ورته په پاکستان کې د اقتصادي او مالي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل چې په اوسني وخت کې د انتخاباتو لپاره "پیسې ورکول ګران" کار دی.

خو سېکرټر زیاته کړه چې په دې لړ کې له وفاقي حکومت سره تر مشورو وروسته ځواب ورکوي.

په هم هغه غونډه کې د انتخاباتي کمېشن سېکرټر وویل چې د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

کمېشن د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې له پوځ، رېنجرز ځواک او له نورو قانون پلي کوونکو ادارو سره رابطه وکړي او ورڅخه د انتخاباتو امنیت لپاره سرتېري وغواړي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی وو چې په جنورۍ کې د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته دې په ۹۰ ورځو کې دننه په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

تر دې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د مارچ پر درېیمه ولسمشر عارف علوي ته په یو لیک کې ولیکل چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دې د اپرېل له ۳۰مې څخه د مې تر اوومې پورې یوه نېټه خوښه کړي. ولسمشر د لیک له ترلاسه کېدو سره سم اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه دې په پنجاب کې د صوبايي‌ اسمبلۍ لپاره انتخابات وشي.

خو په خیبر پښتونخوا کې لا د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې. د هغې صوبې ګورنر غلام علي د مارچ پر اتمه د انتخاباتو نېټې ټاکلو لپاره د پاکستان انتخاباتي کمېشن له چارواکو سره ولیدل.

ګورنر تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.

خو سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه دا امر هم کړی چې په خیبر پښتونخوا کې به ګورنر د انتخاباتو نېټه اعلانوي، هغه ځکه چې د عدالت په وینا، " ګورنر اسمبلي ماته کړې وه ."

XS
SM
MD
LG