د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د عورت مارچ پر لاریونوالو د تشدد په تور د ۳ پولیسو دندې ځنډول شوې دي


د مارچ پر اتمه په لاهور کې عورت مارچ ته ګڼې ښځې او نجونه ورغلې وې.
د مارچ پر اتمه په لاهور کې عورت مارچ ته ګڼې ښځې او نجونه ورغلې وې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د اسلام اباد پولیس وايي، په اسلام اباد کې یې د "عورت ازادي مارچ" په نوم د لاریون پر مهال پر ښځو د تشدد په تور د درو پولیس سرتېرو دندې ځنډولې دي.

رانا ثنا الله د مارچ پر اتمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې په هغه پېښه کې د ککړو نورو پولیسو په اړه هم پلټنې کوي او پرضد به یې قانوني کاروايي کوي.

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د عورت مارچ پر مهال د ښځو او پولیسو ترمینځ تود بحث وشو چې تر هغې وروسته د اخ و ډب پېښه وشوه.

تر دې وروسته د اسلام اباد پولیسو هم پر ټوېټر په بیان کې د درې سرتېرو د دندو ځنډولو خبر ورکړ.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د لاریون پر ګډونوالو تشدد غندلی دی. کمېشن پر ټوېټر لیکلي چې پولیس باید په پرامنه مظاهروکوونکیو د تشدد کولو پر ځای هغوی ته خوندیتوب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر اتمه د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د "عورت ازادي مارچ" په نوم لاریونونه وشول او حکومتي او ناحکومتي ادارو غونډې وکړې.

د ښځو نړیوالې ورځې لمانځلو موخه د ښځو ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي لاسته راوړنو پېژندنه او د ژوند په بېلابېلو برخو کې ورته د حقونو غوښتو لپاره اګهي خپرول دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، کراچۍ، کوټه او پېښور کې ښځو لاریونونه وکړل. په لاهور کې د صوبايي حکومت پر بندیز سربېره د عورت مارچ لاریون وشو چې ورته ګڼې ښځې، نجونه او فعالان ورغلي ول.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي ګواښونو ته په کتو کې یې په لاهور کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړې ده. هغه دفعه یا ماده چې عملي شي نو بیا پر ولسي غونډو، په یو ځای کې له پینځو څخه د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې د لاهور په یوشمېر ځایونو کې هره ورځ جلسې او احتجاجونه کېږي چې له وجې یې نه یوازې امنیت له خطر سره مخامخېږي بلکې ټرافیکي ستونزې هم پیدا کېږي چې له وجې یې ولس له تکلیف سره مخامخېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د لاهور انتظامیې د عورت مارچ منتظمینو ته د لاریون اجازه ور نه کړه چې هغوی یې پر ضد په لاهور های کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ. البته وروسته بیا د پنجاب لنډمهالي حکومت وویل اجازه هم ورکوي او د امنیت لپاره یې پولیس ځای پر ځای کوي.

له دې پرته لاهور های کورټ د مارچ پر اوومه په هغه ښار کې د ښځو د لاریون اجازه ورکړې وه.

اخوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي او وزیراعظم شهباز شریف د ورځې په مناسبت په جلا، جلا پیغامونو کې د ښځو د ځواکمنۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دوی ویلي دي چې د ژوند په هره برخه کې دې د ښځو ونډه زیاته شي.

د پاکستان دولتي راډیو د ولسمشر عارف علوي له خولې ویلي دي چې په پاکستان، په تېره، په لیرې پرتو سیمو کې باید ټېکنالوژۍ او برېښنايي او انټرنېټي سواد (خواندګۍ) پروژو ته د ښځو لاسرسی زیاته شي.

د ده په وینا، په اقتصادي ډول د ښځو د خپلواکه کولو لپاره د سوداګرۍ په ډګر کې د ښځو ملاتړ اړین دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په بیان کې ویلي دي چې د ښځو نړیواله ورځ په ټولنه کې د ښځو د مهم رول پېژندنې لپاره لمانځل کېږي.

دی زیاتوي چې ټولنه باید د ښځو د ځواکمنۍ، تحفظ او مساوي حقونو لپاره په ګډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG