د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: چینایي بانک پاکستان ته ۱.۳ اربه ډالر پور ورکوي


اسحاق ډار د مارچ پر دریمه پر ټویټر لیکلي چې چینایي بانک دا پیسې پاکستان ته په دریو قسطونو کې ورکوي. (انځور: اشریف)
اسحاق ډار د مارچ پر دریمه پر ټویټر لیکلي چې چینایي بانک دا پیسې پاکستان ته په دریو قسطونو کې ورکوي. (انځور: اشریف)

د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر چینایي بانک د پاکستان د اقتصادي ستونزو په هواري کې د مرستې په توګه ۱،۳ اربه ډالر پور ورکوي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار وايي‌ د چین انډسټریل اېنډ کمرشل بانک (ای سي پي سي) پاکستان ته د یو اشاریه درې اربه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.

اسحاق ډار د مارچ پر دریمه پر ټویټر لیکلي چې چینایي بانک دا پیسې پاکستان ته په دریو قسطونو کې ورکوي چې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو لومړی قسط یې د پاکستان سټېټ بانک ترلاسه کړی دی.

اسحاق ډار ویلي چې د چینايي بېنک د پورې له دې درې قسطونو ترلاسه کولو سره به د پاکستان د بهرنیو پیسو زېرمه ښه شي.


پاکستان له ۲۰۱۹ز کاله راهسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د حکومت مخالفه ګوندونه وايي، له پاکستان سره د زرمبادلې ذخېره ډېره زياته کمه شوې چې له کبله يې ګراني په بې ساري توګه لوړه شوې ده او د ډالر نرخ دومره پورته شوی دی چې په تېر وخت کې یې بېلګه نه لیدل کېږي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو د ګرانۍ پرضد وخت پر وخت مظاهرې هم کړي دي.

د چین بانک پاکستان ته په داسې مهال پور ورکړی چې اسلام اباد د اقتصادي اصلاحاتو ا و ګرانۍ د مخې نیولو په هڅو کې دی.
په دې لړ کې هغه هیواد ځینې نوي ټیکسونه لګولي او د پیسو له نړیوال صندوق څخه یې د نور پور اخیستو هڅو ته هم دوام ورکړی خو لا هم په دې لړ کې وروستۍ پرېکړه نده شوې.

د پاکستان سېنېټ او قامي اسمبلۍ د روان کال د فبرورۍ په پایې کې د ۱۷۰ اربه روپیو مالیو لګولو اضافي بجټ هم منظور کړی وو.

هغه وخت د مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي ول چې دغه ټېکسونه ځکه لګوي چې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د ۱و۲ اربه امریکایي ډالر پور ترلاسه کړي.

د پاکستاني حکومت پر دې اقدام سربېره لاهم د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د بل قسط پور لوظنامه نه ده شوې.

د پاکستان حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف د هغه هیواد د اوسنۍ اقتصادي وضعې پړه پر حکومت وراچوي او ځینې مشران یې د هیواد دیوالیه کیدو خبرې کوي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت چارواکي پخوانی واکمن ګوند تحریک انصاف د هیواد د خراب اقتصاد زمه وار بولي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د مالي چارو وزیر اسحاق ډار وايي چې د هېواد د دېوالیه کېدو ګنګوسې ناسمې دي او په دولتي بانک کې د بهرنیو پيسو زېرمې په زیاتېدو دي.

په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي بحران له هغه وروسته لاپسې زیات شو چې د ۲۰۲۱م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د هغه وخت وزیراعظم عمران خان په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له واکه لرې کړل شو.

د مسلم لیګ نون په مشرۍ د هغه وخت اپوزېشن ګوندونو تور پورې کړی وو چې عمران خان ملک د تباهۍ پر لور روان کړی دی نو ځکه یې حکومت ور ړنګ کړ.

خو د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف له هغه وخته راهسې په ملک کې د دې لپاره احتجاجونو ته دوام ورکړی دی چې په ملک کې تر وخت وړاندې عام انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG