د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړیوال اقتصادي فورم په رپورټ کې د پاکستان په اړه څه ویل شوي؟


د نړیوال اقتصادي فورم مشرې سعدیه زاهدي ویلي چې ماحولیاتي بدلون او بشري پراختیا باید د نړیوالو مشرانو اصلي اندیښنه وي ترڅو د راتلونکو ټکانونو په وړاندې خپل مقاومت زیات کړل شي.
د نړیوال اقتصادي فورم مشرې سعدیه زاهدي ویلي چې ماحولیاتي بدلون او بشري پراختیا باید د نړیوالو مشرانو اصلي اندیښنه وي ترڅو د راتلونکو ټکانونو په وړاندې خپل مقاومت زیات کړل شي.

نړیوال اقتصادي‌ فورم "ورلډ اکنامک فورم" د نړیوال بحران د خطر په اړه په یو رپورټ کې ویلي چې پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو دی چې د قرضونو د بوج، ګرانۍ، دولت د سقوط، انټرنیټي امنیت د ناکامۍ او سیاسي بیقرارۍ له خطرونو سره مخ کېدای شي.

نړیوال اقتصادي فورم د "ګلوبل ریسکس ۲۰۲۳م" په نامه په خپل دې رپورټ کې ویلي چې د شیانو د بیې لوړیدو، او بنیادي ضرورتونو د نیشتوالي له کبله ویره ده چې پاکستان ،لبنان، مصر، ګانا او تیونس د سیاسي او ولسي بیقرارۍ ښکار شي.

په رپورټ کې راغلي چې په پاکستان، افغانستان او هند کې د اوبو د وسیلو پر سر اختلاف له وړاندې موجود دي او ویره ده چې د بشري ناورینونو او دولتي بې ثباتۍ د خپریدو په صورت کې د اوبو د وسلې او هدف په توګه وکارول شي.

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د نړیوال اقتصادي فورم رپورټ د پاکستان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د خراب اقتصاد او سیاسي بیقرارۍ بیلا بیل اړخونه روښانه کړي دي.

ده وویل، "پاکستان چې له څومره ستونزو سره مخ وو هغه د دیوالیه کېدو د خطر له کبله نورې هم پیچلې شوې. تیرو سیلابونو د پاکستان اقتصاد ډیر اغیزمن کړی دی او له دې کبله کېدای شي چې پاکستان نور دوه کاله له داسې مصیبت سره مخ وي چې قرضې هم نه شي ورکولای او د شیانو بیې هم په قابو کې نه شي راوستلای."

د اکرام هوتي په وینا، نړیوال اقتصادي فورم په خپل رپورټ کې ویلي چې د پاکستان ستونزې له دوه کاله تر لس کاله هم داسې پاتې کېدای شي، هغه ځکه چې د دې مسلو حجم او زور ډیر زیات دی.

په دې رپورټ کې په پاکستان کې وروستیو سیلابونو ته هم اشاره شوې چې د کرنیزو ځمکو یوه لویه برخه یې ویجاړه کړې ده چې په نتیجه کې یې د اجناسو نرخونه د پام وړ لوړ شوي او د ګرانۍ شرحه یې ۲۷ فیصده ډیره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د اوړو د کمي له بحران سره مخ دي او په ځینو سیمو کې د اوړو د یوې بوجۍ ترلاسه کولو لپاره خلک له یو بل سره لاس او ګریوان شوي هم دي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه ډاکټر غلام صمد وايي چې پاکستان روان کال د خپل نظام د چلولو او قرضونو ادا کولو لپاره ۳۲ اربه ډالرو ته اړتیا لري خو دا مهال د دولتي بانک زیرمې تر ۶ اربه ډالرو هم ټیټې کچې ته راپرېوتي دي.

ده وویل، "د قرضو په مد کې پاکستان اوس یو ارب ډالر د دبۍ بانک ته ورکړي، د هغه له کبله زموږ د دولتي بانک زیرمې راپریوتې دي. پر پاکستان چې کومې قرضې دي او د هغې چې کوم سود دی، هغه بوج ډیر زیات دی. موږ ته په راروانو درو میاشتو کې له ۶ تر ۸ اربه ډالرو پکار دي چې د ملک ضرورتونه پرې پوره کړو او قرضې او د هغې سود ادا کړو."

خیبر پښتونخوا کې د اوړو د کمښت او ګرانېدو وجوهات څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

نړیوال اقتصادي فورم خبرداری ورکړی چې که تګلاره بدله نشي نو له وړاندې زیانمن هیوادونه د تل پاتې بحران حالت ته رسیدای شي او بیا به دوي نشي کولای چې په اقتصادي وده ، بشري پراختیا او شنو ټیکنالوژیو کې پانګونه وکړي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکې قریش خټک وايي چې له بحرانونو د وتلو لپاره پاکستان باید د دفاع پر ځاي بشري پرمختګ ته پام وکړي، د اداري فساد مخه ونیسي او جمهوري نظام قوي کړي.

د نوموړي په وینا له قوي جمهوري ادارو پرته د پرمختیا خوب نه شي ریښتیا کېدای.

ده وویل، "زه دا ګڼم چې که چیرې حکومت د دې ملک د نظام چلولو او د ولس بنیادي ضرورتونو پوره کولو کې پاتې راغلو نو د ورلډ اکنامک فورم په رپورټ کې چې کومې ویرې څرګندې شوې دي هغه به په څو میاشتو کې ریښتیا شي. او سیاسي عدم استحکام او د جرمونو شرحه به ډیره شي."

د نړیوال اقتصادي فورم مشرې سعدیه زاهدي ویلي چې ماحولیاتي بدلون او بشري پراختیا باید د نړیوالو مشرانو اصلي اندیښنه وي ترڅو د راتلونکو ټکانونو په وړاندې خپل مقاومت زیات کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG