د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام علي: د ناامنيو له امله د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې نه شي کېدلی


حاجي غلام علي ويلي چې په صوبه کې د انتخاباتو پر مهال د امنيت د ټينګښت لپاره وسايل نه لري.
حاجي غلام علي ويلي چې په صوبه کې د انتخاباتو پر مهال د امنيت د ټينګښت لپاره وسايل نه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر ويلي چې په صوبه کې د روانو ناامنيو له امله د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي کېدلی.

حاجي غلام علي د فبرورۍ ۲۷مه نېټه د سوات د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې صوبه د انتخاباتو پر مهال د امنیت د ټینګولو لپاره بشپړ وسايل نه لري.

هغه زیاته کړه:"له پولیس سره نفري نشته، پوځ سرتيرې نه راکوي. د تعلیمي څانګې کارکوونکي هم په انتخاباتو کې له کاره انکاري دي. اوس تاسو وواياست چې په دغسې حالاتو کې زه د ټاکنو نېټه اعلان کړم او د قام د بچو مړي پورته کړم؟"

نوموړي وويل چې د ایین ۲۵۴مې ماده په دغسې حالاتو کې د عامو انتخاباتو اجازه نه ورکوي.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د وسلوالو بریدونه تر هغې وروسته لا زیات شوي چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې له حکومت سره اوربند ختم کړ او د حملو بیا پیلولو اعلان یې وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو هم تر هغې وروسته په وار وار ویلي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

حاجي غلام علي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان سپريم کورټ پینځه کسيزه جرګګۍ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې په دواړو صوبو کې د ټاکنو په اړه نن د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه هم اورېنو ته دوام ورکوي.

قاضي بندیال او نورو قاضیانو اورېدنه تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان ولسمشر په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د اپرېل نهمه د انتخاباتو نېټې په توګه اعلان کړه.

محمد عارف علوي دا اقدام د فبرورۍ پر ۲۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې انتخاباتي کمېشن ورته په لیک کې ویلي ول چې په پنجاب کې د انتخاباتو معامله په عدالت کې ده نو ځکه یې په اړه د پرېکړې واک نه لري.

خو وفاقي حکومت وايي، عارف علوي د انتخاباتي کمېشن له مشورې پرته د دې اقدام واک نه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه. پاکستان تحريک انصاف، چې په پښتونخوا کې واکمن وو او په پنجاب کې په حکومت ورګډ وو، وايي د اسمبليو ماتولو هدف یې پر مرکزي حکومت فشار راوستل وو چې ژرترژره عام انتخابات وکړي.

په دواړو صوبو کې اوسمهال نګران حکومتونه دي چې له ایین سره سم، باید د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې انتخابات وکړي.

د پاکستان رسنۍ وايي، د فبرورۍ پر ۲۳مه د سپریم کورټ مشر قاضي بندیال وویل، په اورېدنه کې دا معلوموي چې د انتخاباتو د اعلان واک له چا سره دی، بل دا چې د لاهور های کورټ وروستی حکم هم ګوري. هغه عدالت د فبرورۍ پر ۱۰مه په پنجاب کې د انتخاباتو کولو امر کړی وو. بندیال وویل، په اورېدنو کې باید یوشمېر اړخونه وڅېړل شي.

XS
SM
MD
LG