د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوال وايي د لارې بندېدو له وجې سوال کولو ته اړ شوي دي


په چمن کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد د ناستې ګډونوال - د نومبر ۱۷مې انځور.
په چمن کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد د ناستې ګډونوال - د نومبر ۱۷مې انځور.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد په چمن کې پرلت لا هم روان دی چې پکې زرګونه کسانو ګډون کړی دی.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې پر هغه پوله به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

دا په داسې حال کې ده چې د پرلت مشر غوث الله په ګډون تر ۵۰ پورې نورو احتجاجیانو د جنورۍ پر ۲۱مه د نه خوړو احتجاج پیل کړ خو د دیني عالمانو او ولسي او سیاسي مشرانو په ټینګار یې ۳۵ ساعته وروسته ختم کړ.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د بېروزګاره شویو پرلتوالو څرګندونې

پرلتوالو د جنورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په چمن کې نه کارخانې شته، نه زراعت کېږي او پر پوله یې د تجارتي سامانونو لېږد د امدن یوازېنۍ وسیله وه چې هغه هم له تېرو درې نیمو میاشتو راهیسې بنده ده.

باز محمد هم له هغو بېروزګارو شویو یو دی. ده د جنورۍ پر ۲۸مه یې مشال راډیو ته وویل چې په چمن کې د پنډیانو یا لغړیانو شمېر لږترلږه ۲۰،۰۰۰ دی چې اوس ټول "سوال کولو" ته اړ شوي دي.

دی وايي، کور یې پولې ته څېرمه دی او د لارې تر تړل کېدو مخکې درو وروڼو کار کاوه خو اوس ټول بېروزګاره ناست دي. "موږ په کور کې ټول ۱۳ تنه یو، موږ پر دروازه سامانونه وړل راوړل او د ورځې چې به مو څو روپۍ وګټلې په هغو به مو کور ته سودا اخیسته او اوس څلور میاشته پوره کېدونکې‌ دي چې موږ بېروزګاره یو، زموږ د کور د یوې میاشتې لګښت لږترلږه ۶۰،۰۰۰ روپۍ دی."

له ځان سره مې د وصیت په توګه لیکلي دي چې زه تر اوسه ۱۷۵،۰۰۰ روپۍ پوروړی یم.
عبدالهادي

باز محمد وویل چې د پولې له تړل کېدو راهیسې یې بچت کړې پیسې وخوړې او ۶۰،۰۰۰ روپۍ یې پور هم اخیستی دی.

د چمن د بل اوسېدونکي عبدالهادي کورنۍ ۲۶ غړي لري چې ورڅخه یې درو تنو پر پوله د سامان لېږد کار کاوه.

دی وايي، پخوا به یې د ورځې شاوخوا ۱،۵۰۰ روپۍ ګټلې چې د کور لګښتونه پوره کړي، خو اوس یې د ګټې وټې سرچینه تړلې ده. "پر موږ دروازه بنده شوه او دا څلور میاشتې کېږي چې هسې ناست یو، سخت مجبور یو. په خدای قسم دی چې له [نانبايي] څخه مو په پور ډوډۍ وړله او هغوی هم درې ځلې انکار راته کړی دی، له ځان سره مې د وصیت په توګه لیکلي دي چې زه تر اوسه ۱۷۵،۰۰۰ روپۍ پوروړی یم."

عبدالسلام هم په چمن کې پنډي وو چې خپله اته کسیزه کورنۍ یې ساتله، البته اوس بېروزګاره دی. "پلار مې په نشو روږدی شوی دی، مور مې ده او خویندې او وروڼه مې واړه دي، ما ۱۲۰،۰۰۰ روپۍ پور کړی دی، هغه خلک هم تر ما لا په بد حال دي اوس پیسې راڅخه غواړي. موږ ډېر مجبور یو او اوس دومره څوک نه شته چې نور پور راکړي."

د پاخه عمر لرونکی محمد غني هم له هغو بېروزګاره شویو څخه دی او وايي چې د لارې تړل کېدو اوس سوال کولو ته مجبوره کړی دی. "د کور د ضرورت هر څه چې پکې واچوې نو د میاشتې ۶۰ یا ۷۰،۰۰۰ روپۍ خرڅ راته خو اوس له شاوخوا درو میاشتو راهیسې بېروزګاره یم، شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ روپۍ راسره وې، هغه هم ختمې شوې. اوس یو ته سوال کړی، بل ته سوال کړی، کله یوه خیرات راکړی او کله بل راکړی بس په دې موږ ګوزاره ده."

هغه بېروزګاره خلک وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط تر ختمېدو پورې پرلت ته دوام ورکوي ځکه چې دوی د خپل کار پر مهال څو ځلې په پوله اوړي رااوړي او دا ممکنه نه ده چې هر ځل چارواکو ته سفري اسناد وښيي.

د چمن پرلت او حکومتي دریځ

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له دې اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

نوموړي تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له ۸۳ ورځو راهیسې پرلت روان دی.

پرلتوال له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

د پاکستان حکومت وايي، د سفري اسنادو د لازمي کېدو له شرطه نه په شا کېږي خو زیاتوي چې د امنیت، انټرنېټي خدماتو، د برېښنا ورکولو او د روغتونونو او تعلیمي ادارو فعالولو ژمنې پوره کوي.

XS
SM
MD
LG