د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوالو له عامو انتخاباتو څخه پرېکون اعلان کړی دی


د انګور اډې خلک له تېرو ۸۳ ورځو راهیسې اپه احتجاج دي ـ انځور له ارشیفه.
د انګور اډې خلک له تېرو ۸۳ ورځو راهیسې اپه احتجاج دي ـ انځور له ارشیفه.

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې خلکو د احتجاج په ډول د فبرورۍ د اتمې له انتخاباتو پرېکون (بایکاټ) اعلان کړی دی.

له ۸۳ ورځو راهیسې د روان پرلت یو مشر قاري شریف د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ اسانول، د تګ راتګ لپاره د انګور اډې لارې پرانیستل، په خپله سیمه کې امن، روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ او پاخه سړکونه غواړي.

هغه زیاته کړه چې حکومت یې مسایل سنجيده نه ګڼي او مذاکرات ورسره نه کوي نو ځکه د فبرورۍ پر اتمه په کېدونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي او خپلې رایې نه کاروي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو د احتجاجیانو په خبره، لا یې هم غوښتنې نه دي منل شوې.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر ناصر خان مشال راډيو ته وویل چې له پرلتوالو سره د خبرو له لارې د مسلو د هواري هڅه کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي او ورته دې د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د سفر اجازه ورکړي.

هغه احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې پاکستاني حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG