د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا لنډمهالی حکومت به د ناامنۍ ضد کوټلي اقدامات وکړای شي؟


په وروستیو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو وسلوال بریدونه زیات شوي دي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.
په وروستیو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو وسلوال بریدونه زیات شوي دي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د ګورنر غلام علي تر لاسلیک وروسته د هغې صوبې اسمبلي او حکومت ړنګ شوی دی او محمود خان اوسمهال د لنډمهالي اعلاوزیر په توګه دنده ترسره کوي.

دا تر هغې وروسته ده چې وزیراعلا محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه شپې مهال ګورنر غلام علي ته د اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک واستاوه چې هغه څه وخت وروسته لاسلیک کړ.

د صوبې ګورنر د اسمبلۍ او کابینې د تحلیلېدو په اړه په بیان کې له لنډمهالي اعلاوزیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو له مشر اکرام خان دراني څخه د جنورۍ تر ۲۱مې پورې د صوبې د نوي لنډمهالي اعلاوزیر نومونه هم غوښتي دي.

کله چې اسمبلي ړنګه شي نو بیا د پخواني حکومت او مخالفه ګوندونو مشران د لنډمهالي اعلاوزیر او کابینې پر ټاکلو بحث او موافقه کوي. لنډمهالی حکومت بیا په درو میاشتو کې انتخابات کوي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.

پاکستان تحریک انصاف له نومبر راهیسې ټینګار کړی دی چې د پنجاب او پښتونخوا د اسمبلیو د ماتولو موخه د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د هغوی د متحدانو پر وفاقي اېتلافي حکومت تر وخت مخکې د ټولټاکنو لپاره فشار راوستل دي.

خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلي او حکومت پر داسې مهال ړنګ شوي دي چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په هغه صوبه کې امنیتي وضع خرابه شوې ده.

لنډمهالی حکومت د اسمبلۍ د غیر موجودګۍ له کبله قوانین او داراز پالیسۍ نه شي جوړولای او محدود واک لري چې د شنونکو په خبره، دا هر څه به د امنیت په برخه کې چیلېنجونه لا زیات کړي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی طارق افاق وايي، د قانون له مخې که محمود خان او درانی د صوبې د نګران وزیراعلا په ټاکلو کې پاتې راغلل نو د خراب امنیت له وجې ګورنر راج یا د والي واکمني هم نافذېدای شي.

ده د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اصلاً خو د "امنیت ذمه واري" د "پولیسو او امنیتي ادارو" وي خو که د "ترهګرو ډلو پرضد" د عملیاتو موضوع وي، نو د هغې منظوري باید حکومت ورکړي.

دی وايي، "نګران" او "وفاقي" حکومتونه دواړه د وسلوالو پر وړاندې د عملیاتو اجازه ورکولای شي.

د افاق په خبره، په اییني توګه د ګورنر واک "محدود" دی او "انتظامي اختیارات" نه لري خو که ګورنر راج ولګي نو بیا هغه انتظامي واک هم لري او د فرمانونو له لارې اقدامات کولای شي.

په پېښور کې بل خبریال رفعت الله اورکزی هم ګڼي چې لنډمهالی حکومت د "ترهګرۍ پرضد لویې پرېکړې" نه شي کولای نو په دې صورت کې د وفاقي حکومت واک پراخېږي.

دی وايي، د تحریک انصاف د پخواني صوبايي حکومت او د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت ترمینځ د سیاسي اختلافاتو له کبله په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات پېچلي شول او وسلوالو ډلو ځانونه منظم کړل.

خو دی ګڼي چې ښايي لنډمهالی حکومت د ملکي منتخبې انتظامیې پرتله د ناامنۍ ضد په ښه ډول اقدامات وکړای شي. "د نګران حکومت په جوړولو کې هم د امنیتي ادارو مرضي شامله وي. نو زما ذاتي رایه دا ده چې دا به د تحریک انصاف د حکومت پرتله د امنیت لپاره ښه کار وکړي. که عملیات کول وي یا له وسلوالو ډلو سره د مذاکراتو معامله وي نو دا غټې پرېکړې به مرکزي حکومت کوي خو نورې وړې، وړې معاملې به نګران حکومت په غوره طریقې ترسره کړای شي."

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا د امنیت ټینګښت ته ژمنتیا ښوولې وه او وفاقي حکومت هم ټینګار کړی وو چې د ناامنۍ پرضد د هغې صوبې مرسته کوي.

خو د نومبر په پای کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

خبریال طارق وحید وايي، د ناامنۍ زیاتېدو له کبله د خلکو اندېښنې لا ډېرې شوې دي نو ځکه اوس په دې برخه کې د وفاقي حکومت ذمه واري هم لویه شوې ده.

دی البته ګڼي چې د تحریک انصاف حکومت د "ترهګرۍ" په اړه "واضحه پالیسي" نه لرله بلکې "تر څه حده یې" له وسلوالو سره "همدردي هم لرله. نو د دې حکومت" ړنګېدل "څه غټ بدلون نه شي" پیدا کولای، البته "که په نګران حکومت کې تکړه خلک راشي نو کېدای شي هغوی دا ستونزه نوره هم په ښه [توګه] هواره کړي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې هېواد یې "د زیاتېدونکو بریدونو" ښکار دی. ده زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۲ز کال کې د "ترهګرۍ ۶۷ فیصده پېښې په خیبر پښتونخوا، ۳۱ فیصده یې په بلوچستان" او پاتې دوه فیصده یې د پاکستان په نورو برخو کې شوې وې.

وفاقي حکومت په وروستیو کې ویلي ول چې د وسلوالو ډلو پرضد یې د کاروایۍ پرېکړه کړې ده او وسلوال د هېواد امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG