د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاسي فعال واحد یوسفزي کورنۍ وايي پولیس دې یې وژونکي ونیسي


عبدالواحد یوسفزی له کلونو راهیسې پر ټولنیزو شبکو فعال وو - پخوانی انځور.
عبدالواحد یوسفزی له کلونو راهیسې پر ټولنیزو شبکو فعال وو - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په زیدې کلي کې د هغه سیاسي او مدني فعال جنازه شوې ده چې د جنورۍ پر اوومه وسلوالو وویشت.

عبدالواحد یوسفزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی وو او پر ټولنیزو شبکو یې پراخ فعالیت کاوه. نوموړی په وروستیو کې له دوبۍ څخه په چوټۍ (رخصتۍ) کلي ته تللی وو. پولیس وايي، "نامعلومه وسلوالو" پر یوسفزي برید وکړ او و ویې واژه.

دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې په وروستیو کې په صوابۍ کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې د سیمې سیاستوالان او فعالان د جنورۍ پر ۱۹مه د "امن پاڅون" په نوم احتجاجي غونډه کوي.

اخوا د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورنيو او قبايلي چارو د کمېټۍ يو غړی وايي، حکومت د امنیت د ټینګښت هڅې کوي.

د جنورۍ پر اتمه تر جنازې وروسته د یوسفزي اخښي (اوښي) محمد ابراهیم مشال راډیو ته وویل، هغې پېښې ټول کلی غمجن کړی دی او هغه ځکه چې یوسفزي له "هېچا سره بد نه ول" کړي.

ابراهیم پر انتظامیې غږ وکړ چې د یوسفزي وژونکي دې ژرترژره ونیسي. "عبدالواحد [یوسفزی] نامعلومه کسانو وژلی دی. پر قبر يې د دعا پر وخت يو کس په خبرو کې وويل چې که د عبدالواحد د وژنې پوښتنه مو و نه کړه نو داسې ډېرې نورې جنازې به مو له کورونو ووځي. هغه بېګناه وو او په ډېره بې دردۍ ووژل شو. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د هغه وژوونکي ګرفتار کړي."

د زیدې تاڼېدار ناظم خان د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د عبدالواحد يوسفزي په وژنه کې ککړ کسان به ژر ونیسي. "د ماخوستن شاوخوا اته نيمې بجې وې، له خپلې مېرمنې او لور سره د خپلوانو له کوره خپل کور ته پياده روان وو. مېرمن او لور يې له ځانه مخکې ولېږدول او دی يو ميډيکل سټور ته د دوا اخيستو لپاره ورغی. له دوکانه له راوتلو سره سم، پر موټرسايکل سپرو دوو کسانو [ورباندې] په کلاشنیکوف ډزې وکړې او ځای په ځای يې وواژه. موږ د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې او هڅه کوو چې قاتلان ژرترژره ګرفتار کړو."

د عبدالواحد يوسفزي پر وژنه پر ټولنيزه ميډيا د هغه د ملګرو ترڅنګ عامو خلکو هم ژور خپګان ښوولی دی.

په لندن کې د نوموړي يو کليوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو غړي فايق خان يوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې یوسفزی ځکه په نښه شو چې د ټولنيزو شبکو له لارې يې پښتنو ځوانانو ته له وطن سره د مينې پيغام ورکاوه. "عبدالواحد تنکی ځوان وو چې د زیدې کلي لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لومړي تنظيم لومړی مشر شو. هغه پرامنه، ښايسته او خوږ انسان وو. د هغه له هېچا سره هېڅ رقم دښمني نه وه. د سوشل ميډيا له لارې يې د شعور او رڼا پرچار کاوه. پر ټېک ټاک يې شاوخوا ۷۵،۰۰۰ [پلویان] لرل. عبدالواحد د هغو هدفي بريدونو ښکار شو چې له تېرې څه مودې راهيسې په صوابۍ کې روان دي. پر وطن مين بچيان وار په وار وژل کېږي. دا چې له دې ستونزې څنګه ځان خلاص کړو؟ دا زموږ لپاره يو لوی قومي سوال دی."

عبدالواحد یوسفزي د جنورۍ پر دویمه پر فېسبوک په یوه ژوندۍ ویډیويي خپرونه کې د خپل کلي برخې ښيي.

په صوابۍ ناامني

په صوابۍ کې د ناامنۍ پېښو پرضد په وروستيو کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو ځايي مشرانو او عام ولس احتجاجي مظاهرې وکړې.

د رزړ تحصيل منتخب چېرمين او د عوامي نیشنل ګوند غلام حقاني د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل، د جنورۍ پر ۱۹مه يې د امن په نوم د يوه ولسي پاڅون لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. "موږ د ضلعې په څلورو واړو تحصيلونو کې د يونين کونسل پر سطح کمېټې يا جرګې جوړې کړې. تر ۱۹م تايخ مخکې به په تحصيلونو کې [د ګوندونو د غړو غونډې] او پکې به په ولسي پاڅون کې د شرکت لپاره پر خلکو غږ کېږي. پوليس زموږ د فشار له کبله يو څه ويښ شوي دي. خو زموږ دا احتجاجي تحريک به ترهغې روان وي چې په صوابۍ کې د قلنګ لپاره خلکو ته ټېلېفونونه کېدل، غلاوې او هدفي حملې نه وي بندې شوي."

موږ د جنورۍ پر اتمه د خيبر پښتونخوا حکومت يو شمېر وزيرانو ته ټېلېفونونه وکړل چې د صوابۍ د امنيتي مسلو په اړه د هغوی نظر ترې واخلو، خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

البته د صوبې په اسمبلۍ کې د کورنيو او قبايلي چارو لپاره په قايمه کمېټه کې د حکومتي تحريک انصاف ګوند يو غړي همايون خان مشال راډيو ته وويل، حکومت د صوبې له امنيتي مسلو "غافله نه دی."

نوموړي زياته کړه، حکومت د کمو وسايلو باوجود هڅه کوي چې پوليس د ناامنۍ مخنیوي ته چمتو کړي. "له تېرې څه مودې راهيسې زموږ په صوبه کې د ترهګرۍ يوه نوې څپه راغلې ده، چې ځينې عوامل يې کورني او ځينې يې نړيوال دي. د کمېټۍ د تېرې مياشتې (ډېسېمبر) غونډې ته مو د صوبې د پوليسو مشر راغوښتی وو. هغه معلومات راکړل چې څنګه د ترهګرۍ خلاف مبارزه له استخباراتي ادارو سره په ګډه مخ ته وړي. دا وخت لويه مسله دا ده چې د خيبر پښتونخوا او مرکز حکومتونه له يو له بل سره وران دي. دا د اندېښنې خبره ده، او له وجې نه يوازې په صوابۍ بلکې د صوبې په يو شمېر نورو سيمو کې د ناامنۍ پېښې وخت په وخت کېږي. د ولس د بيدارۍ پروګرامونو ترڅنګ د پوليسو د لا پياوړي کولو چارې هم ضروري دي. زه ويلای شم چې صوبايي حکومت په دې برخه کې خپلې ذمه وارۍ پوره کوي."

بل پلو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جنورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د هېواد د امنيت په اړه په يوه غونډه کې له صوبايي حکومتونو څخه د ترهګرۍ مسلې د حل په برخه کې د همکارۍ زیاتولو غوښتنه کړې ده. د پاکستان وفاقي حکومت د ډېسېمبر په پای کې وویل چې د وسلوالو ضد "کوټلي اقدامات" کوي.

رپورټونه ښيي، د هېواد د نورو برخو په پرتله د ناامنۍ زیاتره پېښې د خيبر پښتونخوا په ښارونو او همداراز په قبايلي ضلعو کې شوې دي.

XS
SM
MD
LG