د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب اعلاوزیر ګورنر ته د صوبايي اسمبلۍ ماتولو لیک استولی دی


مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اسمبلۍ ماتولو مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.
مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اسمبلۍ ماتولو مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی وو - پخوانی انځور.

د پنجاب اعلاوزیر پروېز الهي د صوبې ګورنر ته د اسمبلۍ د ړنګولو لیک استولی دی او د تحریک انصاف یو مخکښ مشر ویلي دي چې تر پنجاب وروسته د خیبر پښتونخوا اسمبلي هم تحلیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې الهي د جنورۍ پر ۱۲مه نیمه شپه له صوبايي اسمبلۍ څخه د باور رایه ترلاسه کړه.

خو مخالفه ډلو د اسمبلۍ له کاروایۍ پرېکون وکړ او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي چې د پنجاب اسمبلۍ سپیکر د اقدام پرضد عدالت ته ځي.

ده وویل، په داسې حال کې چې په دې اړه یوه مقدمه په عدالت کې روانه ده او د صوبې ګورنر د عدم اعتماد پر تحریک د رایې اچونې امر ځنډولی دی نو بیا څنګه په اسمبلۍ کې پر دې موضوع غونډه وشوه؟

مخالفه ګوندونو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په ډېسېمبر کې د اسمبلۍ د تحلیلولو د مخنیوي لپاره پر الهي د بې باورۍ تحریکونه وړاندې کړي ول.

پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د پنجاب اعلا وزیر شو - پخوانی انځور.
پروېز الهي د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د پنجاب اعلا وزیر شو - پخوانی انځور.

هغه مهال د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان د اعتماد رایو نه اخیستو له وجې له دندې څخه د الهي د ګوښه کولو امر کړی وو خو لاهور های کورټ هغه پر خپله څوکۍ بحال کړ. د جنورۍ پر ۱۲مه هم په های کورټ کې پر دې موضوع اورېدنه کېږي.

د پنجاب اعلاوزیر پروېز الهي د جنورۍ پر ۱۲مه په لاهور کې د خپل حکومت د اتحادي ګوند له مشر عمران خان سره تر لیدو وروسته ګورنر ته لیک استولی دی.

د الهي زوی او د قامي اسمبلۍ غړي مونس الهي پر ټوېټر د لیک انځور خپور کړی دی او عمران خان ته یې لیکلي دي چې خپله "ژمنه یې پوره" کړه.

د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان هم د جنورۍ ۱۲مې پر ماخوستن پر خپل رسمي ټوېټر د لیک وررسېدل تایید کړي دي. تر اوسه واضحه نه ده چې نوموړی به اسمبلي ړنګه کړي او که څنګه.

په همدې حال کې د تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر فواد چودري د جنورۍ پر ۱۲مه په لاهور کې خبریالانو ته ویلي دي چې که ګورنر اسمبلي تحلیل نه کړي نو له ایین سره سم به په ۴۸ ساعتونو کې خپله ړنګه شي.

نوموړي زیاته کړه چې ګوند یې تر پنجاب وروسته د خیبر پښتونخوا اسمبلي هم ماتوي.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په پنجاب کې د مسلم لیګ (ق) په مشرۍ د اېتلافي حکومت لوی ګوند دی.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف د جنورۍ پر ۱۲مه ناوخته پر ټویټر لیکلي چې د پنجاب اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته به په خیبر پښتونخوا کې هم د اسمبلۍ د ماتول چارې پیل شي.

عمران خان د نومبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بیا بیا د دواړو اسمبلیو د ماتولو ګواښ کړی دی چې په دې ډول د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG