د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: د صوبايي‌ اسمبليو تر ماتېدو وروسته به هلته ټاکنې نه کيږي


بلاول بوټو زرداري، مولانا فضل الرحمن، شهباز شريف او مريم نواز - انځور له ارشيفه
بلاول بوټو زرداري، مولانا فضل الرحمن، شهباز شريف او مريم نواز - انځور له ارشيفه

په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت چارواکي وايي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به صوبايي اسمبلي ماته شي خو په وفاقي ايتلافي حکومت کې شامل، جمعيت علمای اسلام وايي، د صوبې په کچه به ټاکنې نه کيږي.

د خیبر حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې نن به د صوبې اعلا وزير محمود خان د اسمبلۍ ماتولو سمري لاس ليک کوي. هغه زیاته کړه چې تر لاس ليک وروسته به اعلا وزير دغه سپارښتنليک د صوبې ګورنر ته ليږي.

نوموړی وايي: "د قانون له مخې له ګورنر سره ۴۸ ساعتونه دي چې دا سپارښتنه ومني. که هغه دغه سمري لاس ليک کړي نو اسمبلي به زر ماته شي خو که لاسليک نه پرې کوي نو ۴۸ ساعته پس به اسمبلۍ پخپله ماته شي."

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوه. په دواړو صوبو کې د تحريک انصاف حکومت دی چې غواړي ژر عمومي ټاکنې وشي. د تحريک انصاف مشرانو ويلي چې د صوبايي اسمبليوو په ماتولو سره غواړي په وفاق کې ايتلافي حکومت په ژر عمومي انتخاباتو کولو مجبوره کړي.

خو په وفاقي ایتلافي حکومت کې شامل، جميعت علما اسلام (ف) وايي دې فشار ته به تسليم نه شي. د دې ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي ټاکنې به په خپل وخت (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشت) کې کيږي. هغه زیاته کړې چې په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د اسمبليو تر ماتېدو وروسته په دغه صوبو کې انتخابات نه شي کېدای.

پرون(د جنورۍ په ۱۶مه) په پېښور کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې مولانا فضل الرحمان نور وضاحت ورنه کړ خو زياته يې کړه چې بايد سياسي فعاليتونه په اييني چوکاټ کې دننه وي. د ده په خبره هېواد او ادارې اوس د پاکستان تحريک انصاف په خواهش نه شي چلېدای.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال د پنجاب اسمبلي د وزیراعلا پر سپارښتنلیک د ګورنر له لاسلیک پرته ړنګه شوې ده.

ګورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې د صوبايي اسمبلي د پاکستان د ایین د ۱۱۲مې مادې له مخې ماته شوې ده. په هغه ماده کې راغلي دي چې که ګورنر د اسمبلۍ ماتولو په اړه د وزیراعلا د سپارښتنلیک تر وررسېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې اقدام و نه کړي، نو اسمبلي خپله ړنګېږي.

د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال ګورنر ته د اعلاوزیر پروېز الهي د لیک استولو ۴۸ ساعته پوره شوه. ورنر بلیغ الرحمان د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې پرېکړه یې کړې چې د اسمبلۍ د تحلیلولو په بهیر کې برخه نه اخلي. تر دې وروسته د نوموړي دفتر په بل بیان کې زیاته کړې چې اوس په کار دی چې نګران یا لنډمهالی اعلاوزیر په دریو ورځو کې وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG