د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د مطلوبو کسانو تر سپارل کېدو وروسته د کورمې د پیواړ محاصره ختمه کړې


په کورمه کې یو پوځي سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کورمه کې یو پوځي سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په کورمه کې د يو سرتېري په وژنه کې حکومت ته د مطلوبو کسانو تر سپارل کېدو وروسته د پیواړ سیمې محاصره ختمه کړې ده.

د پیواړ ځايي مشر او پخواني صوبېدار ګلاب حسین د فبرورۍ پر ۲۱مه ناوخته مشال راډیو ته وويل چې د مشرانو ۲۵ کسیزه جرګې د شورو (چارشنبې) پر ورځ د دوو ژوبلو په ګډون پينځه کسان د قانوني کاروايي لپاره پوليسو ته وسپارل. "درې کسان د خپلې بېګناهۍ ثابتولو لپاره په خپله مرضي راغلل. موږ د قوم، انجمن او د کورمې د مشرانو په ذريعه حکومت ته ورکړل. چې کومه محاصره وه، هغه هم ختمه شوه."

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۵مه په سیمه کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او دوه ولسي وګړي ژوبل شول.

د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي نجف علي پر هغه ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې له ګیدو څخه په یو ټرېکټر کې ځینې کسان له ځنګله د لرګیو وړلو لپاره تللي ول چې نښته وشوه او چې کله پوځیان د نښتې درولو لپاره ورغلل نو په ډزو کې یو سرتېری ووژل شو.

نوموړي زیاته کړې وه چې معلومه نه ده چې سرتېرو هم ډزې کړې وې او که نه خو د پیواړ دوه اوسېدونکي په پېښه کې ژوبل شوي دي.

د ګیدو یو ځايي مشر ملک ګلا خان منګل د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې له ځنګله یې لرګي نه وړل بلکې د تعمیراتي چارو لپاره یې له خوړه شګه لېږدوله چې ورباندې برید وشو.

تر هغې پېښې وروسته پوځیان د کورمې پیواړ سیمې ته داخل شوي ول او د سرتېري په وژنه کې د تورنو شپږو کسانو د ورسپارلو غوښتنه يې کوله.

ګلاب حسین زیاتوي، چې کوم کسان ورسره ول، هغه يې حکومت ته وسپارل خو يو کس لا هم ورک دی او له سیمې تللی دی.

پوځ د پيواړ د محاصرې پر مهال غوښتنه کوله چې شپږ مطلوب کسان دې ورته وسپاري خو جرګې پرېکړه کړې وه چې هغه کسان د پوځ پر ځای پوليسو ته سپاري.

له کورمې څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته نوي منتخب شوي غړي حمید حسین د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې هغه نښته د ځمکې لانجې له وجې شوې چې دی یې د ژر هواري هڅه کوي.

د کورمې د ګیدو منګلو د پیواړ له علیزیو سره د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه لري چې پخوا یې هم ترمینځ نښتې شوې دي. په تېرو کلونو کې یوې ځايي جرګې د هغې لانجې د هواري لپاره لسګونه ناستې کړې دي خو لا یې حل نه دی موندلی.

هلته د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ځمکو لانجو پر سر په یوشمېر سیمو کې نښتې پیل شوې چې تر شپږو ورځو پورې روانې وې خو وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه وکړه. چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، په ۲۰۲۱ز کال کې د ګیدو منګل او د پیواړ علیزیو ترمينځ د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۵ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ځمکو پر سر د لانجو هوارولو هڅې کوي او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو د رجسټر کولو پروژې پیل کړي دي. د امریکا نړیواله اداره (یو اېس اې ای ډي) هم په دې لړ کې له حکومت سره مرسته کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د ۲۰۲۳ز کال په جولای مياشت کې وويل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG