د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ځنګل پر سر نښته کې د مړو شمېر لسو ته رسېدلی


په کورمه کې وخت ناوخته د مځکې پر سر شخړې رامنځ ته کېږي. (انځور- ارشیف)
په کورمه کې وخت ناوخته د مځکې پر سر شخړې رامنځ ته کېږي. (انځور- ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د ځنګل لرګیو وهلو پر سر پیل شوې نښته لا هم روانه ده.

ځايي پولیس وايي چې د اکتوبر پر ۲۳مه د پيواړ او ګېدو سیمو د یو شمېر خلکو ترمنځ شوې دې نښته کې تر اوسه لس تنه وژل شوي دي.

د کورمې د پولیسو مشر طاهر اقبال مشال راډیو ته وویل چې دا نښته د اکتوبر پر ۲۳مه سهار هغه وخت پیل شوه چې له ګېدو سیمې سره نېږدې په ځنګل کې د لرګیو پرې کولو پر وخت په مبینه توګه د ګېدو اوسېدونکو د پيواړ پر خلکو ډزې وکړې.

ځینې ازادې سرچینې وايي، له پولیسو سره د هغو مړو او ټپیانو شمېره نشته چې د جګړی له میدانه نه دي را ایستل شوي.

بل پلو یو شمېر ځايي قبایلي مشرانو دا جګړه غندلې او د هغې د درولو غوښتنه یې کړې ده.

د تري حاجي رحیم منګل وايي، که داسې ونه شول نو دا جګړه نورو سیمو ته هم غځېدای شي.

د صدې یو ځايي مشر ملک عبدالولي خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید زر تر زره په سیمه کې خپل واک بحال کړي او جګړه ودروي.

حکومت چارواکو په سیمه کې موبایل نیټ ورک بند کړی او د ټل پاړه چینار مرکزي لار یې هم د عام تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د پاړه چینار یو اوسېدونکي رشید خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې موبایل نیټ ورک بحال کړي او لاره دې خلاصه کړي.

د جګړې درولو هڅو په اړه مو له ډپټي کمېشنر ډاکټر افاق وزیر او د پولیسو له مشر طاهر اقبال سره رابطه وکړه خو بریالي نه شو.

د درېیمګړو سرکاري کمېټۍ یو ځاي مشر نیاز محمد توري د اکتوبر پر ۲۴مه سهار مهال مشال راډيو ته ویلي وو چې د جګړې درولو لپاره یې له حکومتي چارواکو سره هڅې روانې دي خو لا هم بریالي شوي نه دي.

نیاز محمد توري وايي، دا جنګ دومره ځکه اوږد شو چې د ده په وینا، د روغې لپاره پر ورغلي جرګې ډزې وشوې.

د ګېدو سیمې پر ځنګله د پیواړ د علیزیو او د غونډيخېلو له منګلو سره پخوانۍ لانجه ده چې له وجې یې مخکې هم نښتې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG