د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې پر شاملاتي ځمکو د لانجو هوارۍ کمېشن کار پیل کړ


د حکومتي کمېشن غړو د جون پر اتمه نېټه په پاړه چنار کې له ځايي مشرانو سره لیدلي.
د حکومتي کمېشن غړو د جون پر اتمه نېټه په پاړه چنار کې له ځايي مشرانو سره لیدلي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره جوړ حکومتي‌ کمېشن په کار پیل کړی دی.

د بره کورمې د پولیسو مشر مظهر علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې حکومتي کمېشن کورمي ته ورغلی او په مقبلو، غوزګړهي، بوشارو او داسې نورو ځایونو کې پر لانجمنو ځمکو تر ګرځېدو وروسته یې له شیعه او سني مشرانو سره بېل بېل لیده کاته کړي دي.

مظهر علي وویل چې د کمېشن غړي بیرته تللي دي او ښايي د پاتې کار لپاره د جون پر ۱۶مه بیا کورمې ته سفر وکړي.

د ۲۰۲۳م کال د مې پر دویمه نېټه د کورمې مشرانو د خیبر پښتونخوا له ګورنر غلام علي سره د ملاقات پر وخت د ځمکو پر سر د موجودو لانجو د هواري لپاره هغوی ته د کمېشن جوړولو وړاندیز کړی وو.

د خیبر پښتونخوا چیف سیکرېټري ندیم اسلم د جون پر څلورمه کورمې ته د سفر پر مهال وویل چې هغه د کمېشن جوړولو وړاندیز به عملي شي.

تر هغه وروسته د جون پر اتمه د لوړپوړو چارواکو تر څارنې لاندې حکومتي کمېشن د جون پر اتمه کورمې ته لاړ. ټاکل شوې چې دا کمېشن به په شپږو میاشتو کې خپل کار سر ته رسوي.

د شیعه ګانو ځايي تنظیم، انجمن حسېنیه مشر عنایت علي توري د حکومت له خوا د کمېشن جوړولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې د ځمکو شخړو حل په همدې طریقه ممکن دی.

که څه هم په کوزه او بره کورمه کې زیاتره وخت ځايي مشرانو وخت پر وخت د حکومتي کمېشن جوړېدو ستاینه کړې خو د ساتین سیمې ملک اسرافیل څمکنی یې مخالف دی.

دی وايي، کمېشن به پر کاعذات مال فیصله کوي خو د میرو کاڅۍ، مسعود اباد او مرغۍ چینې پر شاملاتي ځمکو جوړ شوي کاعذات دوي نه مني.

نوموړی وايي چې په مري معاهده کې د ځمکو شخړې پر رویاتو د حل کولو خبره شوې وه او دوی هغه مني.

نوموړي زیاته کړه چې له داسې کمېشن سره به هیڅ مرسته ونکړي چې "پر کاغذات مال" د دې مسلو حل لټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل په ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

پولیس وایی، ښایي هغه پېښه د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د لانجې له کبله شوې دي، خو زیاتوي چې په دې اړه پلټنې کوي. د مې څلورمې د پېښې پر ضد په کورمه، پېښور او اسلام اباد کې اجتجاجونه وشول.

کورمه د خیبر پښتونخوا حساسه قبایلي سیمه ده. هلته شیعه ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي او د هغوی ترمینځ پر شاملاتي ځمکو، غرونو، اوبو او ځنګلونو لانجې شتون لری.

څو ځله هلته د ځمکو پر سر لانجو او شخصي شخړو مسلکي رنګ اخیستی او تر ډېره د سیمې د حالاتو د خرابېدو سبب ګرځیدلې دي.

په ۲۰۰۸م کال کې د پنجاب د مري په " امن تړون " کې د سیمې سني او شیعه مشران پر دې سلا شوي وو چې د ځمکو شخړې به د کاغذات مال او روایاتو پر اساس هواروي خو تراوسه پرې عمل نه دی شوی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG