د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر کې انتظامیې په غیرقانوني توګه د معدنیاتو پر ایستلو بندیز لګولی دی


پوهان وايي، قبایلي سیمې له معدنیاتو ډکې دي. انځور - ارشیف
پوهان وايي، قبایلي سیمې له معدنیاتو ډکې دي. انځور - ارشیف

د خیبر ځايي انتظامیې په هغه ضلع کې په غیر قانوني توګه د معدنیاتو په ایستلو بندیز لګولی دی.

د خیبر مرستیال کمېشنر کېپټن (ریټایرډ) ثنا الله خان له دفتره د ډېسېمبر پر ۲۲مه په جاري شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې په ضلع کې به څوک له اجازې پرته معدني وسایل نه شي ایستلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د معدنیاتو د ایسلتو لپاره قانوني طریقه کار دی چې پر هغې د عمل په کولو سره کویله، ماربل او نور معدني وسایل ایستل کېدای شي.

خو د خیبر د کانونو او مینرالونو د اتحادیې (ایسوسي ایشن) مشر اصغر خان افریدي مشال راډیو ته وویل چې په قانوني طریقه د سیمې د معدنیاتو د ایستلو لپاره یې اسناد حکومت ته ورکړي وو خو پوځ وايي چې د امنیتي ګواښونو له کبله دوی معدنیات نه شي ایستلی. د اصغر خان په خبره د اضافي شرطونو له کبله ورته یې ګرانه کړې ده چې د کمرشل بارودو استعمال وکړي.

قبایلي سیمې کوم معدنیات لري اوځايي ولس ورڅخه څومره ګټه اخلي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:21 0:00

هغه وايي: "امنیتي ځواکونه موږ ته د کمرشل یا تجارتي بارودو د استعمال اجازه نه راکوي. دوی د تصدیق او لاینس لپاره پر موږ اضافي شرطونه اېښي دي. دوی لږ تر لږه د اتو خفیه ادارو نه تصدیقونه غواړي. دا د هر کس د وس کار نه دی چې دومره کړاو وکړي او تصدیقونه راوړي. موږ خو کاروباري خلک یو، هر ډول ضمانت دوی ته ورکولی شو خو دوی راته خبره ګرانه کړې ده."

نوموړی وايي، په نورو قبایلي ضلعو اورکزو، کورمه او وزیرستان کې په هماغو شرایطو خلکو ته د بارودو اجازه ورکړل شوې خو د خیبر خلکو لپاره یې ګرانه کړې ده.

د خیبر د کانونو او مینرالونو د اتحادیې په خبره په تیراه کې یې د معدنیاتو د ایستلو لپاره ۱۸۲ اجازتنامې اخیستي خو بیا هم دا کار نه شي کولی. د سیمې سوداګر وايي دا ځای په قدرتي وسایلو مالا مال دې چې ولس او هیواد ته ډېره ګټه رسولی شي. خو بندیزونو یې لارې تړلې دي.

د خیبر ضلعې یو سوداګر هاشم خان اپریدی وايي، په تیرا کې په پراخه کچه معیاري کویله موجوده ده او که د ایستلو اجازه ورکړل شوه نو د سیمې زرګونو خلکو ته به پکې د روزګار موقع په لاس ورشي. نوموړی وايي: "پوځ که د امنیت بهانه جوړوي او د کمرشل بارودو د استعمال اجازه نه ورکوي نو بیا په سیمه کې د ترهګرۍ پېښې ولې روانې دي؟ چې کله په سیمه کې ترقیاتي کارونه شروع شي، کاروبار روان شي، خلک ورسره سوکاله شي نو بیا څوک د ترهګرۍ لوري ته نه ځي."

نوموړی وايي، هغه او نور سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې زر نه زر دې ورته د کار اجازه ورکړل شي.

بل پلو، په خیبر کې امنیتي ځواکونو ویلي چې په تیرا او تیرا ته په نږدې سیمو کې د امنیتي ګواښونو له کبله د کمرشل باردو د استعمال اجازه نه شي ورکولی.

په خیبر ضلع کې د ډبرو سکرو سوداګرو تر دې وړاندې هم وخت په وخت له حکومته غوښتنه کړې ده چې د بارودو د استعمال اجازه دې ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې د معدنیاتو زېرمې موجودې دي. ځايي خلک ګیله کوي چې حکومت ورته په بېلا بېلو پلمو اجازه نه ورکوي چې په پراخ مټ خپل کارونه تر سره کړي.

د قبایلي ضلعو خلک دا شکایت هم کوي چې د هغوی له غرونو د معدنیاتو اېستلو اجازه د نورو سیمو خلکو ته ورکړل شوې چې هغوی ته د منلو وړ نه ده.

XS
SM
MD
LG