د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځمکې پر سر نښته کې ۶ کسان ژوبل شوي دي


په کورمه کې د ځمکو یو شمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو وختونو کې خونړۍ نښتې شوې دي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې د ځمکو یو شمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو وختونو کې خونړۍ نښتې شوې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ساتین او بادامۍ سیمو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې شوې دي چې پکې د دواړو خواوو شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي څو ورځې مخکې پر لانجمنې ځمکې د خونو یا کوټو جوړولو پر سر نښته د اکتوبر شپږمې پر سهار پیل شوه. د دوی په خبره، دواړو خواوو د ځايي مشرانو او لښکر په وینا جګړه ودروله خو څه ساعته وروسته بیا پيل شوه.

د کوزې کورمې انتظامي مشر محمد عدنان مشال راډیو ته وویل چې اوسمهال د دواوړ خواوو ترمينځ ډزې درېدلې دي خو هڅه کوي چې د جرګې له لارې د لانجې حل پیدا کړي.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

روان کال په جولای کې د ځمکو لانجو پر سر په یوشمېر سیمو کې نښتې پیل شوې چې تر شپږو ورځو پورې روانې وې خو وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه وکړه. چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

په کورمه کې امنیتي وضعیت د مې میاشتې له پیل راهیسې خراب دی. د مې پر څلورمه پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۵ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ځمکو پر سر د لانجو هوارولو هڅې کوي او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو د رجسټر کولو پروژې پیل کړي دي. د امریکا نړیواله اداره (یو اېس اې ای ډي) هم په دې لړ کې له حکومت سره مرسته کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د جولاي په میاشت کې وویل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG