د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د قبایلي ضلعو د ځمکو رجسټرولو لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومت سره مرسته کوي


امریکايي سفیر ډانلډ بلوم (له کیڼ لوري دویم) د جولای پر ۱۳مه د ځمکو رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د خیبر پښتونخوا له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه.
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم (له کیڼ لوري دویم) د جولای پر ۱۳مه د ځمکو رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د خیبر پښتونخوا له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه.

د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.

د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې (بورډ اف رېوینیو) له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.

بلوم د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړل.

دا پرمختګ پر داسې مهال شوی دی چې د جولای پر ۱۲مه په کورمه کې د ځمکو لانجو پر سر تر شپږ ورځنیو نښتو وروسته اوربند وشو او د دایمي امنیت لپاره جرګې دوام لري.

چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړ.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د جولای پر ۱۳مه غونډې ته وویل چې د ځمکو رېکارډ شفافول خورا مهم دي.
امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د جولای پر ۱۳مه غونډې ته وویل چې د ځمکو رېکارډ شفافول خورا مهم دي.

امریکايي سفیر ډانلډ بلوم همدې موضوع ته په اشاره خبریالانو ته وویل چې د ځمکو د رېکارډ شفافول به د شخړو په هواري کې مهم رول ولوبوي. "دا نه یوازې د خیبر پښتونخوا بلکې د ټول هېواد لپاره مهمه ده چې د ځمکو په رېکارډ کې دې روڼوالی باوري شي چې هغه ځمکې بیا د اقتصادي پرمختیا سبب شي. موږ ګورو چې د رېکارډ نه شتون له کبله شخړې او نښتې کېږي نو ځکه هم دا ډېره مهمه پروژه ده او موږ ډېر ویاړو او خوشاله یو چې په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د حکومت مرسته کوو."

د خیبر پښتونخوا د امدنۍ او ګټو چارو ادارې سېکرټر خالد خان مشال راډيو ته وویل، په قبایلي سیمو کې یې د ځمکو او املاکو د رجسټرولو او د هغوی د پولو مشخصولو بهیر پیل کړی دی. "په قبایلي ضلعو کې تقریباً ۴۹ [سب ډېوېژنونه یا تحصیلونه] دي چې ورڅخه یې په اووه تحصیلونو کې کار پیل شوی دی. دا د خپل نوعیت اولنۍ پروژه ده. د پاکستان تر جوړېدو مخکې په قبایلي ضلعو کې د ځمکې رېکارډ نه شته. د دې له وجې هلته مسلې پیدا کېږي، مقدمې وي، جګړې وي."

خالد خان زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي چې په راتلونکو درو یا څلورو کلونو کې د قبایلي ضلعو ټولې ځمکې او املاک رجسټر او کمپیوټري کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو په پاکستان کې امریکايي سفیر ډانلډ بلوم ته وویل چې د قبایلي ضلعو د ځمکو د رېکارډ کمپیوټري کولو چارې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې ژر دا بهیر بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG