د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان ولس له حکومته د ځمکې لانجو هوارولو غوښتنه کړې


د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د ځمکو پر سر لانجې شته ــ پخوانی انځور.
د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د ځمکو پر سر لانجې شته ــ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان د درپه خېلو مشرانو له انتظامیې غوښتنه کړې چې په ضلع کې دې د ځمکو د لانجو د هواري ټولې فیصلې عملي کړي.

هغوی د اپرېل پر ۱۳مه د میرامشا د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې وویل چې د پخوانیو فیصلو نه عملي کېدل د قبیلو ترمینځ د شخړو د پراخېدو لامل کېدای شي.

د درپه خېلو یوه مشر ملک میر قادر خان د مظاهرې پر مهال مشال راډيو ته وویل چې عدالتونو انتظامیې ته ویلي دي چې د ځمکو د لانجو د هواري هغه پرېکړې دې عملي کړي چې په خیبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډ‌ېدو مخکې د فرنټییر کرایمز رېګولېشن یا اېف سي ار له قانون سره سمې شوې وې.

نوموړي زياته کړه، "د پېښور های کورټ درو ججانو حکم وکړ چې د اېف سي ار فیصلې [انتظامیې ته] واپس کړئ. هغه فیصلې له های کورټ او [ضلعي] عدالتونو څخه [انتظامیې ته لېږدول شوې دي] او [پکې راغلي] چې [ډېپټي کمېشنر] ته اختیارات ورکړئ چې عملي یې کړي. له دې موجوده افسرانو اپیل کوو چې خدای ته وګورئ، مهرباني وکړئ چې په [سوله ییزه] طریقه [لانجې] حل کړئ.''

په میرامشا کې د درپه خېل او تبي قبیلو ترمینځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر شخړه روانه ده. پر دې سربېره په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یو شمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمينځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.

په احتجاج کې شریک ملک عمران وویل، حکومت واک لري او دغه شخړي حلولی او قامونه له جنګونو ژغورلی شي. "نن چې مونږ جمع شوي یو، دا غوښتنه کوو چې حکومت واک اختیار لري، وسایل لري، پولیس، ایف سي او نور طاقت لري، دوی څنګه نشي کولی چې خپلې فیصلې عملي کړي، په انصاف سره دې د قبیلو د جایدادونو حدبندي وکړي."

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک تر مظاهرې وروسته مشال راډیو ته وویل، د ټولو لانجو د هواري هڅه کوي او تر اختر وروسته په سیمه کې جرګه جوړوي چې پکې به د ځمکو د حدودو پر ټاکلو بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG