د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې تر ۶ ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دی


په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتو وروسته امنیتي سرتېري مورچو ته ختلي - پخوانی انځور
په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتو وروسته امنیتي سرتېري مورچو ته ختلي - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ځمکو لانجو پر سر تر شپږ ورځنیو نښتو وروسته د مخالفو لوریو ترمینځ اوربند شوی دی.

د هغې ضلعې انتظامي مشر حفیظ الله د جولای پر ۱۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي، د کواټ، هنګو او اورکزیو له ۳۰ کسیزه جرګې سره تر خبرو وروسته په نښتو کې ښکېلو خواوو تر ۳۰ زیاتې مورچې پوځ او د اېف سي ځواک سرتېرو ته وسپارلې.

د جرګې مشر او د کواټ ډېپټي کمېشنر (انتظامي مشر) ډاکتر عظمت وزیر د جولای پر ۱۲مه شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل چې د جرګې لومړی پړاو بریالی شو او د جولای پر ۱۳مه د پاخه امنیت او د شخړو د هواري لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

په کورمه کې دا پرمختګ پر داسې مهال شوی دی چې د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ او اېف سي ځواک سرتېرو استولو اعلان وکړ.

د کورمې انتظامیې د وضعیت کنټرول لپاره په ضلع کې د جنايي قانون ۱‍۴۴مه ماده (دفعه) عملي کړې ده چې ورسره سم، پر جلسو او لاریونونو، په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز دی.

د پاړه چینار یو ځايي مشر ملک عطاالله په کورمه کې پر شوي اوربند خوشالي څرګنده کړې او مشال راډيو ته یې وویل چې حکومت دې د دایمي امنیت لپاره ټوله ضلع له وسلو پاکه کړي.

ده داراز وویل چې د کورمې انتظامیه د ضلعې د ځمکې او املاکو بشپړ اسناد لري نو ولې د لانجو هواري لپاره جوړ شوی کمېشن ژرترژره خپل کار نه کوي؟

د جرګې یو غړي او ولسي مشر ملک جواد علي مشال راډیو ته وویل چې د ځمکو لانجې د امنیت د خرابېدو لامل کېږي نو ځکه دې سرکاري کمېشن ژرترژره خپل کار بشپړ کړي او مسلې دې حل کړي.

د جولای پر اوومه د بوشهرې (چې بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) او د ډنډرو سیمو اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې پیل شوې چې دوه ورځې وروسته د کورمې نورو برخو ته هم وغځېدې.

د ضلعې انتظامي او روغتیايي چارواکي وايي چې په شپږ ورځنیو نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړ.

په کورمه کې امنیتي وضعیت د مې میاشتې له پیل راهیسې خراب دی. د مې پر څلورمه پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د مې میاشتې له پېښې راهیسې په سیمه کې تاوتریخوالی او د نښتو یوشمېر پېښې وشوې او اوسمهال نښتې تر بوشهرو، ډنډرو، بالشخېلو، سر سرنګ، ښار کلي، میرو کڅ، مقبل او ځینو نورو سیمو غځېدلې دي.

XS
SM
MD
LG