د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورمې پر شاملاتي ځمکو د لانجو هوارۍ لپاره ډله جوړه کړې


د جون پر درېیمه په پاړه چینار کې د سني او شیعه مشران د جرګې په مهال د صوبايي چیف سیکرټري وینا ته غوږ دي.
د جون پر درېیمه په پاړه چینار کې د سني او شیعه مشران د جرګې په مهال د صوبايي چیف سیکرټري وینا ته غوږ دي.

د خیبر پښتونخوا لنډ مهالي حکومت په کورمه کې پر شاملاتي ځمکو د شخړو حلولو لپاره د لویې کچې حکومتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

د جون پر درېیمه په پاړه چینار کې صوبایي چیف سیکرټري ندیم اسلم د سني او شیعه مشرانو جرګې ته وویل، کمېشن به د سیمې د مشرانو په مرسته د ځمکو پر سر ټولې شخړې حلوي.

ده وویل، '' پر شاملاتي ځمکو لانجې دي، بعضي وختونو کې خبره جګړې ته رسیږي، موږ د وزیر اعلا نه د کمېشن جوړولو تحریري منظوري واخیسته. دا به ډیر زر تاسو ته راشي. اوس زما ګزارش له تاسو دا دی چې تعاون ورسره وکړئ چې دا مسله حل شي او امن قایم شي.''

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل په ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

پولیس وایی، ښایي هغه پېښه د پیواړ او د ګېدو ترمینځ د ځمکې او ځنګله د لانجې له کبله شوې دي، خو زیاتوي چې په دې اړه پلټنې کوي.

د مې څلورمې د پېښې پر ضدپه کورمه، پېښور او اسلام اباد کې اجتجاجونه وشول.

د شیعه ګانو یو مشر حاجي نور محمد جرګې ته وویل، که حکومت خپله ذمه واري په سهي وخت پوره کړي نو د سیمي حالات به نه خرابیږي.

کورمه حساسه قبایلي سیمه ده. هلته شیعه ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي او د هغوی ترمینځ پر شاملاتي ځمکو، غرونو، اوبو او ځنګلونو لانجې شتون لری. څو ځل هلته د ځمکو پر سر لانجو او شخصي شخړو مسلکي رنګ اخیستی او تر ډېره د سیمې د حالاتو د خرابېدو سبب ګرځیدلې دي.

جرګې ته د سنیانو یو ځایي مشر ملک عبدالولي خان وویل، زیاتره شخصي مسلو خلک د خپلو ګټو لپاره مسلکي رنګ ورکوي. هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې د هغه کار مخه ونیسي.

په ۲۰۰۸م کال کې د پنجاب د مري په " امن تړون " کې د سیمې سني او شیعه مشران پر دې سلا شوي وو چې د ځمکو شخړې به د کاغذات مال او روایاتو پر اساس هواروي خو تراوسه پرې عمل نه دی شوی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG